د لاسرسي ځای

په لوګر کې په بريد کې ولسوال ژوبل شوی


د افغانستان په لوګر ولایت کې شوي بريد کې د خوښۍ ولسوال ټپي شوی دی.

د لوګر د والي وياند سليم صالح مشال راډیو ته ويلي چې د يکشنبې سهار مهال د خوښۍ ولسوال عبدالحمید حامد او دوه ساتونکي يې خپل دفتر په لاره وو چې ورباندې وسله وال بريد وشو.

د نوموړي په وينا، په بريد کې ولسوال او دواړه ساتونکي يې ټپیان شوي، چې بیا وروسته د درملنې لپاره کابل ته ولیږدول شول.

سلیم صالح وويل،

((نن سهار نهه نیم بجې د خوښۍ ولسوال عبدالحمید چې دندې ته په لاره باندې وو، د وزیرکلا په سیمه کې وسلوالو پرډزې کړي دي، په خپله ولسوال صیب سره د دوو عکسرو زخمي شوی دی، د اوس لپاره د درملنې لپاره مرکز کابل ته لیږدول شوی دی.))

که څه هم خوښۍ د لوګر په څه نا څه امن لرونکو ولسوالیو کې حسابیږي، خو ځايي اوسیدونکي وايي، چې پدې وروستیو کې په یاده ولسوالۍ کې هم د وسلوالو ځنې فعالیتونه پیل شوي دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG