د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست خبریالانو د ننګرهار په راډیو تلویزون وسله وال برید وغانده


د پنجشنبې ورځې ناوخته د خوست یو شمېر خبریالانو او د بیلابیلو رسنیو استازو د ننګرهار په راډیو تلویزون د وسلوالو برید وغانده او د افغان حکومت او نورو مخالفو وسلوالو ډلو يې وغوښتل چې د ملکي هدفونو او د رسنیو ادارو د امنیت خوندیتوب ته دې جدي پاملرنه وکړي.

دوی ګواښ وکړ، کچیرې خبریالان په فزیکي او رواني لحاظ د کومې ډلې یا لوري لخوا ګواښل کیږي، ټولیزې رسنۍ به يې په یو غږ د رپوټونو له خپریدو ډډه وکړي.

په خوست کې د غرغښت تلویزیون مشر سخي سرور میاخېل پدې اړه وویل:

((څو ورځې مخکې په ننګرهار کې د ملي راډیو تلویزیون په خبریالانو او کارمندانو ترهګریز برید شوی وو، د خوست خبریالانو د یوې غونډې په ترڅ کې دا ترهګریز برید په کلکه وغانده، ګواښ يې وکړ کچیرې د کومې ډلې لخوا ژورنالیستانو ته خطرونه متوجه کیږي موږ به د هغو د رپوټونو د خپرولو څخه ډډه کوو.))

په خوست کې د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمیټې مشر سیف الله حیات هم هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د جګړې ښکیلې خواوې به د رسنیو او د رسنیو د خبریالانو او کارکوونکو امنیت ته پاملرنه وکړي.

سیف الله حیات زیاته کړه:

((دې نن ناستې یو ځل بیا په ټولو اړخونو باندې غږ وشو، چې د خبریالانو او رسنیو خوندیتوب او ساتنې ته جدي پام وساتي.))

په خوست کې د شمشاد تلویزیون خبریال ساجد بهار په رسنیزو مرکزونو او ادارو بریدونه لدې کبله بولي چې اصلاً خبریالانو ته ورپيښې مسالې نه څېړل کیږي.

ساجدبهار وايي:

((پدې وروستیو کې چې په ژورنالیستانو وخت نا وخت بریدونه کیږي، زما له انده يې یو لامل دا هم دی چې د دوی پېښې نه څېړل کیږي، موږ وینو چې پدې وروستیو کې یو شمېر ژورنالیستانو خپل ژوند دلاسه ورکړ، خو د دوی پيښې ندي څیړل شوي تر پورې چې اوس ان وسلوال هم غواړي چې د دوی د کار له ځایونو د سنګر په توګه کار واخلي او دوی ته زیان ورسوي.))

د ناستې به پای کې یو پنځه ماده ییز پریکړه لیک تصویب شو، چې د یو تن خبریال طالب منګل لخوا ولوستل شو، په پرېکړه لیک کې راغلي ول، چې:

((ژورنالیستان چې ناپيیلي او بې پرې مدني فعالان دي، د جګړې ښکیلې خواوې دې د ملکي وګړو په شان خوندیتوب ته پاملرنه وکړي، ژورنالېستان باید د دولت او د دولت له مخالفو خواوو ډاډمن شي، چې تر څو وکولای شي اړین مالومات د خلکو تر غوږونو ورسوي، کچیرې ژورنالیستان په رواني او فزیکي لحاظ ډاډمن نه وي او دوی له ګواښونو سره مخامخ کیږي د اړوندو ډلو او اشخاصو سره به پریکون اعلان کړي.))

یاده دې وي، د چهار شنبې په ورځد افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د ملي راډيو ټلوېزیون پر ودانۍ یوه ډله وسلوالو برید وکړ، چې دوه پولیس او د یاد راډیو تلوېزیون څلور کارکوونکي په کې ووژل شول، د پيښې ځای نه نږدې یو شمېر ملکي وګړي ټپیان شوي هم ول.

د ننګرهار پر راډیو تلویزیون وسلوال برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیتستی دی.

XS
SM
MD
LG