مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي. د مشال راډیو اېکس او فېسبوک پاڼې تعقیب کړئ او دلته یې په یوټیوب هم سبسکرایب کړئ.
د اعلاميه ترمخه د پېټرولو په بیو کې د اتو روپيو او درې پيسو اضافه شوې چې ورسره د یو ليټر پېټرولو نوی قيمت ۱۴۵ روپۍ او ۸۲ پيسې شوی دی.
په دې حمله کې لږ تر لږه۲۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي، خو اټکل کېږي چې د مرګ ژوبلې شمېر ښايي زیات وي.
د رسنيو د ازادۍ دغه پاريس مېشتې سازمان د نومبر پر دويمه په يو بيان کې ويلي چې تېره مياشت د خپرو شويو قوانينو جاج خطرناکې قانوني لومې په ډاګه کړې چې انتهايي مبهم تعريف، حکومت ته د بشپړ واک اجازه، او هغو کسانو ته د يو قانوني حق نيشتوالی شامل دی چې په نښه شوي وي.
د افغانستان کرکټ ملي ټیم سبا چارشنبه له هند سره په ابوظهبۍ کې مخامخېږي.
د دې کپ په سیالیو کې د نومبر پر لومړۍ نېټه نګلېنډ سریلانکا ته ماتې ورکړه.
هبت الله اخونزاده په دارلعلوم حکیمه مدرسه کې د وینا پر مهال د وژل شوو طالبانو او د افغانستان د هغه خلکو چې په تېرو ۲۰ کلونو کې له بهرنیو سره جنګېدلي وو، لپاره دوعاګانې وکړې.
مفتي منيب الرحمن وويل چې دوی د منځګړي په حېث له حکومتي چارواکو او تحريک لبيک ډلې سره لږ تر لږه ۱۲ ساعته پرله پسې خبرې اترې وکړې چې هدف يې په سوليزه توګه د ستونزې حل وو.
د تحریک لبیک ډلې د احتجاج له وجې د راپورته شوي صورتحال په تناظر کې د مذهبي عالمانو یوې ډلې له وزیراعظم عمران خان سره ملاقات وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې کالعدم (غیرقانوني پېژندل شوې) ډلې د اکتوبر له ۲۲مې نېټې نه له پنجابه اسلام اباد ته اوږد لاریون پیل کړی خو حکومت ورته په لاره کې خنډونه اچوي او نه یې پرېږدي چې هغوی سر ښار ته ورسېږي.
پولیسو او ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې د اکتوبر پر ۲۹ په میرعلي کې وسله والو د بنو یو اوسېدونکې میروالي په نښه کړی دی او په تېخته کې بریالي شوي دي.
د کندهار مشهوره انار اوس د سپین بولدک او چمن ترمنځ د لارې د تړل کېدو له امله پر وخت نړیوالو بازارونو ته نه رسېږي. بڼوال او سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي. سیمه ییز خبریال پرې دا انځوریز راپور برابر کړی دی، دلته یې کتلی شئ:
اټکل کېږي چې ډېر شمېر افغانان او پاکستانیان به د نننۍ مسابقې د لیدو لپاره لوبغالي ته لاړ شي.
د اکتوبر پر ۲۷مه د ابوظبي په شيخ زايد کرکټ سټيډيم کې شوي لومړي مېچ کې بنګله ديش اول بېټنګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې يې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۴ رنزونه جوړ کړل.
د اکتوبر پر ۲۷مه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد په اسلام اباد کې یوه خبري غونډه کې وویل چې دا پرېکړه یې د پنجاب حکومت په خواست کړې ده.
بلېنکن وويل چې د اکتوبر پر ۲۵مه د سوډان پوځ له خوا په دغه افريقايي هیواد کې هنګامي حالت اعلانول او سرپرست وزيراعظم عبدالله حمدوک په حراست کې نيول ښايي د دې باعث شي چې "د ډیموکراسۍ لور ته د دغه هیواد د انتقال مخه ونیسي چې د سوډان سوله ييز انقلاب سره خیانت دی."
د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد دا نده روښانه کړې چې ایا په نوي پوځ کې به د پخوانیو ملي امنیتي ځواکونو سرتېري او افسران شامل وي او که نه؟
قریشي د اکتوبر پر ۲۱مه له طالب مشرانو سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل، پاکستان له افغانستان سره د پینځه اربه روپیو (شاوخوا ۲۸۰ میلیونه ډالر) بشري مرسته کوي او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره به هڅې وکړي.
اې اېم اېف د اکتوبر پر ۱۹مه د منځني ختيځ او مرکزي اسيا په اړه په خپل اقتصادي راپور کې ويلي چې د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته دغه هېواد يو شمېر ضربې ليدلي چې په نتيجه کې يې واردات کم شوي، د افغانۍ ارزښت ټيټ شوی، ګراني زياته شوې او د ژوند معيار رالوېدلی دی.
په دې برید کې چې د جمعې د لمانځه پر مهال وشو، لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان شول.
نور وښیئ