د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وايي، د "ملي او خپلواک" پوځ پر جوړولو کار کوي


د طالبانو له واکمنېدو سره د افغانستان ملي اردو او نور امنیتي ځواکونه وپاشل شول. په دې انځور کې یو طالب د جمعې لمانځه پر وخت امنیت ساتلو ته ولاړ دی. (انځور ارشیف)

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وایي، د یوه "ملي او خپلواک" پوځ پر جوړولو کار کوي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد د اکتوبر پر ۲۴مه ناوخته رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، دوی هڅه کوي چې د افغانستان مځکنۍ بشپړتیا او هوایي حدونه خوندي کړي.

نوموړي یو ځل بیا د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به چا ته زیان پېښ نه شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې په نوي پوځ کې به د پخوانیو ملي امنیتي ځواکونو سرتېري او افسران شاملوي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد دا څرګندونې تر هغې څه د پاسه دوه میاشتې وروسته کړې دي چې طالبان د اګست په نیمايي کې پر افغانستان واکمن شول.

د طالبانو له واکمنېدو سره د افغانستان ملي اردو او نور امنیتي ځواکونه وپاشل شول.

طالبانو د سېپټېمبر پر اوومه خپل لنډمهاله حکومت اعلان کړ چې لا هم د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو حکومت په وار وار پر نړیوالو غږ کړی چې له دوی بندیزونه لري او بشري مرستې ورسره وکړي.

د نړۍ یو شمېر هیوادونو که څه هم لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو له افغانستان سره یې بشري مرستې کړې دي.

په عین وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبرا لاینز ویلي، له افغانانو سره به بشري او اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي.

طالبانو د اکتوبر پر ۲۳مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ډېبرا لاینز په کابل کې د طالبانو د وزیراعظم له مرستیال عبدالسلام حنفي سره لیده کاته کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې نوموړې دا ډاډ هم ورکړی چې د بانکي ستونزو د حل په برخه کې به د طالبانو له حکومت سره همکاري کوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې ډېبرا لاینز طالب چارواکو ته په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو او امریکا ته د خپل راتلونکي سفر په اړه معلومات ورکړي دي.

له بیان سره سم، د طالبانو مرستیال هم ویلي چې دوی له نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول ملګرو ملتونو سره تفاهم او همکارۍ ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG