د نومبر پر دویمه به د شل اووریز نړیوال کرکټ کپ په سیالیو کې پاکستان له نمېبیا او بنګله دیش له جنوبي افریقا سره په ابو ظبۍ کې مخامخېږي.
د دې جام په سیالیو کې د نومبر پر لومړۍ نېټه انګلېنډ سریلنکا ته ماتې ورکړه.
د شل اووریز نړیوال کرکټ جام دا سیالۍ چې د اکتوبر پر ۱۷مه پیل شوي چې پکې تر اوسه پاکستان په درېوو کې درې او افغانستان په درېوو کې دوه لوبې ګټلي دي.
د شل اووریز نړیوال کپ د دې سیالیو نیمه پایلوبې به د نومبر پر ۱۰ مه او ۱۱مه کېږي او پای لوبه به یې د نومبر پر ۱۴مه تر سره کېږي.