د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې پولو خبريالان: پاکستان کې د انټرنیټ ازادي هم تر بندیز لاندې


د بې پولو خبريالانو سازمان وايي، پاکستان له ۱۸۰ هېوادونو څخه پر ۱۴۵م نمبر دی چې په وينا یې په ښه حالت کې قرار نه لري.
د بې پولو خبريالانو سازمان وايي، پاکستان له ۱۸۰ هېوادونو څخه پر ۱۴۵م نمبر دی چې په وينا یې په ښه حالت کې قرار نه لري.

بې پولو خبريالانو سازمان پر پاکستان غږ کړی، هغه نوي ((سخت)) قوانین دې سمدستي له مینځه يوسي چې چارواکو ته یې پر ټولنيزو رسنيو د خپرېدونکو ''هر ډول پيغامونو کنټرولولو او سانسرولو'' حق ورکوي.

د رسنيو د ازادۍ دغه پاريس میشتي سازمان د نومبر پر دويمه په يو بيان کې ويلي چې په اکتوبر مياشت د خپرو شويو قوانينو جاج خطرناکې قانوني لومې په ډاګه کړې چې انتهايي مبهم تعريف، حکومت ته د بشپړ واک اجازه، او هغو کسانو ته د يوه قانوني حق نشتوالی شامل دی چې په نښه شوي وي.

د سازمان په وينا، په پاکستان کې انټرنېټ د بيان د ازادۍ او خپلواک ژورناليزم لپاره يوازينی پاتې ځای ګڼل کېږي.

بې پولو خبريالانو سازمان له اړخه د رسنيو د ازادۍ په جوړ کړي نوملړ کې پاکستان له ۱۸۰ هېوادونو څخه پر ۱۴۵م نمبر دی چې په وينا یې په ښه حالت کې قرار نه لري.

د حکومت له اړخه وړانديز شوی او د اکتوبر پر ۱۴مه خپاره شوي دغه ضوابط د پاکستان په ايين کې د بيان د ازادۍ د ضمانتونو حواله ورکوي خو په عين حال کې د اسلام د جلال او د پاکستان د امنيت غوندې مسايلو د هر ډول سرغړونې په صورت کې د بندېز پر ضرورت تاييد کوي.

د بې پولو خبريالانو سازمان پرمخ ليکي، دا ډول ((مبهم قوانین)) حکومت ته د هغو موادو په سانسورولو کې پوره واک ورکوي چې د دوی نه خوښېږي.

اخوا بيا د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، د تېر کال له نومبر میاشتې راهيسې په افغانستان کې ۱۲ خبریالان وژل شوي او ۲۳۰ نور د تاوتریخوالي له بېلابېلو بڼو سره مخامخ شوي دي.

دغې کمېټې د نومبر پر دویمه د خبريالانو پر وړاندې له سزا څخه د خلاصون ختمېدو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په خبره پر افغانستان د طالبانو د ولکې ټینګولو پر مهال هم د یوه خبریال د وژل کېدو او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۷ پېښې ثبت شوي دي.

د ازادۍ راډیو خبریال محمد الیاس داعيد ۲۰۲۰ز کال په نومبر میاشت کې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په مقناطیسي ماین چاودنه کې ووژل شو، خو تر اوسه د هغه وژونکو ته د سزا لپاره اقدام نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG