د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په هدفي برید کې یو بل تن وژل شوی


دا سږ کال شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو ۵۶ مه پېښه وه. تېر کال هم دغلته ۴۶ هدفي بریدونه ترسره شوي ول. انځور- ارشیف
دا سږ کال شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو ۵۶ مه پېښه وه. تېر کال هم دغلته ۴۶ هدفي بریدونه ترسره شوي ول. انځور- ارشیف

د شمالي وزیرستان په میرلي کې ناپیژندل شویو وسله والو یو ځايي کس په ډزو وژلی دی.

پولیسو او ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې د اکتوبر پر ۲۹مه، په میرلي کې وسله والو د بنو یو اوسېدونکی میرولي په نښه کړی دی او په تېښته کې بریالي شوي دي. وژل شوي تن به په میرلي بازار کې دوکانداري کوله.

د سیمې د پولیسو مشر عقیق حسین وايي، د ناپیژندل شویو کسانو پرضد یې مقدمه درج کړې او پلټنې کوي. د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

دا په شمالي وزیرستان کې، په ۲۰۲۱ کال کې، د هدفي بریدونو ۵۶مه پېښه ده. تېر کال هم دغلته لسګونه هدفي بریدونه ترسره شوي وو چې پر ضد یې د ځايي خلکو لخوا احتجاجي مظاهرې هم شوې وې.

د یادونې وړ ده چې د اکتوبر پر ۲۵مه، په میرلي او دوسلي کې په درو جلا جلا بریدونو کې درې ځايي اوسېدونکي وژل شوي ول.

سره له دې چې حکومت په سیمه کې د امنیت پر ځای کولو ادعاوې کوي خو له تیرې څه مودې راهیسې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو او په ځانګړي توګه په جنوبي او شمالي وزیرستان کې په عادي وګړو او امنیتي ادارو وسله وال بریدونه ډېر شوي دي.

په دې کې د یو شمېر بریدونو ذمه واري کالعدم تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

شمالي وزیرستان له افغانستان سره جوخته سیمه ده چې د پاکستاني طالبانو ترڅنګ د القاعده خارجي او د افغان طالبانو حقاني شبکې خوندي مرکزونه پکې پاته شوي دي. په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ د وسله والو پرضد پکې د ضرب عضب نومی عملیات کړي او دغه سیمې یې له وسله والو پاکې ګرځولې خو بیا هم له دغه سیمو د هدفي وژنو او ناامنۍ د پېښو خبرونه ترلاسه کېږي.

د روانې اکتوبر میاشتې پر اوومه نېټه هم شېوه سیمه کې د یو ځایي مشر ملک ریمال په ګاډي کې چاودنه شوې چې یو تن پکې وژل شوی او نور ژوبل ول.

په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنې یو بله پېښه د اګست پر ۲۷مه نېټه د میرلي په اینځر سیمه کې شوې وه چې پکې د ناامنې ضد یوه ځايي مخکښ او د وزیرستان ځوانانو غورځنګ مشر نوراسلام داوړ وژل شوی وو.

تر ضرب عضب عملیاتو وروسته ۴۰۹ کسان په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو ښکار شوي چې پکې د سیمې مخور مشران، افسران، ځوانان او زنانه وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG