د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو مشر هبت الله اخونزاده په لومړي ځل "څرګند" شوی دی


ملا هبت‌ الله د طالبانو د تحریک درېیم مشر دی، نوموړی د ۲۰۱۶م کال په مې میاشت کې تر هغه وروسته د دوی مشر شو چې د طالبانو دوهم مشر ملا اختر محمد منصور د امریکایانو یوه برید کې ووژل شو.
ملا هبت‌ الله د طالبانو د تحریک درېیم مشر دی، نوموړی د ۲۰۱۶م کال په مې میاشت کې تر هغه وروسته د دوی مشر شو چې د طالبانو دوهم مشر ملا اختر محمد منصور د امریکایانو یوه برید کې ووژل شو.

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخونزاده چې ځان یې ګوښه ساتلی وو، د اکتوبر پر ۳۰مه د کندهار په یوه مدرسه کې جوړه شوې غونډه کې راڅرګند شوی دی.

نوموړی په ۲۰۱۶م کال کې د دې ډلې د مشر تر جوړېدو وروسته نه وو څرګند شوی او آن دا چې کله طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل ونیوه نو هم دی د ولس مخامخ نه دی راغلی.

هبت الله اخونزاده په دارلعلوم حکیمه مدرسه کې د وینا پر مهال د وژل شویو طالبانو او د افغانستان د هغه خلکو لپاره چې په تېرو ۲۰ کلونو کې له بهرنیو سره جنګېدلي ول، دوعاګانې وکړې.

د کندهار مدرسې غونډه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې وشوه او د غونډې کومه ویډیو یا عکس هم مخې ته نه دی راغلی.

البته په ټولنیزه رسنیو د هغه اډیويي څرګندونې خپرې شوي دي.

طالبانو په لومړي ځل د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۲۹مه د خپل مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د موجودګۍ کره ځای اعلان کړی وو.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد مشال راډیو ته ویلي وو چې هبت الله اخندزاده په کندهار کې دی او په مناسب وخت کې به ولس ته ځان وښيي.

ده زیاته کړې وه، "د اسلامي امارت زعیم عالي قدر امیرالمومنین انشاءالله په کندهار کې دی، له پخوا هم په کندهار کې وو او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې به اوسېده، اوس هم کندهار کې دی. هر کله که وغواړي له هغه ځایه به ځان هم ښکاره کړي یا به له هغه ځایه خبرې وکړي."

ملا هبت‌الله د طالبانو د تحریک درېیم مشر دی، نوموړی د ۲۰۱۶م کال په مې میاشت کې تر هغه وروسته د دوی مشر شو چې د طالبانو دوهم مشر ملا اختر محمد منصور د امریکایانو یوه برید کې ووژل شو.

هغه مهال طالبانو په یوه اعلامیه کې وویل چې رهبري شورا یې هبت‌الله اخندزاده د خپل رهبر په توګه ټاکلی او مرستیالان‌ یې هم سراج‌الدین حقاني او محمد یعقوب دي.

هبت‌الله چې د طالبانو په منځ کې په شېخ صاحب مشهور دی، د کندهار اوسېدونکی دی او دیني زده‌کړې یې په پاکستان کې کړې دي.

نوموړی د طالبانو د مشر په توګه له ټاکل کېدو وړاندی د ولس مخامخ زیات نه راتللو او نه هم زیات مشهوره وو.

خو د کندهار په غونډه کې تر ګډون وروسته داسې شکونه راپورته شوي چې هبت الله اخونزاده د هېواد په چارو کې د زیات فعاله رول لوبولو اراده لري.

XS
SM
MD
LG