د لاسرسي ځای

تازه خبر

مفتي‌ منیب: د حکومت او کالعدم تحریک لبیک ترمنځ " تړون" وشو


تحريک لبيک غوښتنه کوي چې حکومت دې له دوی سره په دې اړه د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر ۱۶مه او ورپسې د ۲۰۲۱ز کال د اپرېل ۲۰مه شوي تړونونه عملي کړي.
تحريک لبيک غوښتنه کوي چې حکومت دې له دوی سره په دې اړه د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر ۱۶مه او ورپسې د ۲۰۲۱ز کال د اپرېل ۲۰مه شوي تړونونه عملي کړي.

د پاکستان رويت هلال کمېټۍ پخواني‌ مشر مفتي منيب الرحمن ويلي چې د حکومت او ناقانونه تحريک لبيک ډلې ترمنځ " تړون" شوی دی.

نوموړي د اکتوبر پر ۳۱مه نېټه په اسلام اباد کې له هغې حکومتي مذاکراتي ډلې سره ګډه خبري‌ غونډه وکړه چې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، د پارلماني چارو د مملکت وزير علي محمد خان او د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر پکې شامل وو.

مفتي منيب الرحمن وويل چې دوی د منځګړي په حېث له حکومتي چارواکو او تحريک لبيک ډلې سره لږ تر لږه ۱۲ ساعته پرله پسې خبرې اترې وکړې چې هدف يې په سوليزه توګه د ستونزې حل وو.

هغه وويل چې د دواړو ترمنځ تړون شوی خو ده د تړون جزیات په ډاګه نکړل البته وې ويل چې دا به پر مناسب وخت مخې ته راشي.

هغه زياته کړه چې دا تړون به د پخوا په شان نه وي او د څارلو لپاره يې د علي محمد خان په مشرۍ يوه کمېټۍ هم جوړه شوې ده.

د ده په وینا، په دې کمېټۍ کې به د حکومت له خوا د پنجاب د قانون وزير راجه بشارت، د پاکستان داخله چارو سېکريټر او د پنجاب د کورونيو چارو سيکريټر او د تحريک لبیک له غاړې مفتي غلام غوث بغدادي او انجينير حفيظ الله علوي استازيتوب کوي.

پر دې مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قريشي لنډې خبرې وکړې او د مفتي منيب الرحمن په ګډون يې د نورو هغو کسانو مننه وکړه چې په خبرو اترو کې يې رول لوبولی وو.

شاه محمود قرېشي وویل چې مذاکرات يې د ملي امنيت کمېټۍ د پرېکړې په رڼا کې کړي چې پکې ويل شوي ول چې د ستونزې په حل کې به خبرو اترو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

نوموړي چې څنګه خپلې خبرې ختمې کړې نو وې ويل چې له خبريالانو سره هيڅ سوال او ځواب نه کوي او ولاړ شو. تحريک لبيک لا په دې اړه څه نه ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت له خوا ناقانونه ګرخول شوې ډلې تحریک لبیک د اکتوبر له ۲۲مې نېټې له پنجابه اسلام اباد ته اوږد لاریون پیل کړی دی خو حکومت ورته په لاره کې خنډونه اچوي او نه یې پرېږدي چې هغوی سر ښار ته ورسېږي.

د اکتوبر پر ۲۹مه، په اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ قامي امنیتي کمیټۍ هوډ څرګند کړ چې تحریک لبیک ته به د ریاست د حاکمیت د ننګولو اجازه ور نه کړي.

تحريک لبيک غوښتنه کوي چې حکومت دې له دوی سره په دې اړه د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر ۱۶مه او ورپسې د ۲۰۲۱ز کال د اپرېل ۲۰مه شوي تړونونه عملي کړي.

د دوی په وینا، حکومت دې د دوی مشر سعد رضوي ژر تر ژره خوشې کړي چې د سږني کال په اپرېل میاشت کې له تاوتریخوالي ډک احتجاجه وروسته نیول شوی وو.

د تحریک لبیک دا احتجاج د فرانس په يوه مجله کې د اسلام د پیغمبر د خاکو خپرېدو پرضد وو. تحریک لبیک غوښتنه کوي چې حکومت دې د فرانس سفیر له ملکه وشړي.

خو د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید ویلي چې په موجوده حالاتو کې د فرانس سفیر له هېواده نه شي ایستلای.

XS
SM
MD
LG