د ملګرو ملتونو په ګډون ځینو سازمانونو او سیاستوالو په کابل کې پر سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستريز روغتون د نومبر دویمې (پرون) حمله وغندله.
په دې حمله کې لږ تر لږه۲۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي، خو اټکل کېږي چې د مرګ ژوبلې شمېر ښايي زیات وي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د نومبر پر دویمه ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي، پر طبي کارکوونکو او هغو ملکیانو چې غواړي روغتیايي خدمات ترلاسه کړي، دا ډول حمله له بشري حقونو او نړیوالو بشردوستانه قوانینو سرغړونه ده.
بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان غوښتنه کړې چې پر روغتیايي مرکزونو باید حملې ونه شي. پرون لومړی روغتون ته نېږدې د دوو چاودنو او ورپسې د ډزو غږونه واورېدل شول، چې د رسنیو په راپورونو کې لږ تر لږه د ۲۰ کسانو د وژل کېدو او په لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې د سردار محمد داود خان پر ۴۰۰ بستريز روغتون حمله د داعش وسله والې ډلې کار بللی او ویلي یې دي، چې د داعش د غړو برید يې ناکام کړ او د هغوی پينځه بريدګر یې له منځه يووړل.
اخوا اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش د پروني برید مسوولیت منلی دی.
د داعش خبري اژانس ((اعماق)) پر خپلې ټېليګرام پاڼې په یوه بیان کې ویلي چې د کابل په وزیر اکبرخان مېنه کې دا برید د دې ډلې پينځو جنګیالیو ترسره کړ.
طالبان وايي، د داعش وسله والو غوښتل په روغتون کې ملکیان، ډاکټران او ناروغان په نښه کړي، چې هدف ته تر رسېدو مخکې ختم کړل شول.
د مشال راډیو ایپ ښکته کړئ
که غواړئ چې بې له خنډ او ځنډه د مشال راډیو ټولو مطالبو ته لاسرسی ولرئ نو له ایپ سټور او ګوګل پلې څخه اپليکېشن ډاونلوډ کړئ.
-
مشال راډیو
مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.