د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: د سوډان پوځي چارواکي دې د دغه هېواد وزیراعظم ژر خوشې کړي


راپورونه وايي، د وزیراعظم عبدالله حمدوک په کور کې محاصره کولو تر څنګ د کابینې څلور نور وزیران، څو والیان او د ګڼو ګوندونو مشران هم بندیان شوي.
راپورونه وايي، د وزیراعظم عبدالله حمدوک په کور کې محاصره کولو تر څنګ د کابینې څلور نور وزیران، څو والیان او د ګڼو ګوندونو مشران هم بندیان شوي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اکتوبر پر ۲۵مه په خپل يوه بيان کې د سوډان د وزيراعظم او نورو سياسي مشرانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

بلېنکن وويل چې د اکتوبر پر ۲۵مه د سوډان پوځ لخوا په دغه افريقايي هیواد کې هنګامي حالت اعلانول او سرپرست وزيراعظم عبدالله حمدوک په حراست کې نيول ښايي د دې باعث شي چې "د ډیموکراسۍ لور ته د دغه هېواد د انتقال مخه ونیسي چې د سوډان سوله ييز انقلاب سره خیانت دی."

بلېنکن د حمدوک او نورو ملکي مشرانو نیول "د نه منلو وړ" بللي او ویلي يې دي چې پوځي ځواکونه باید "د دوی خوندیتوب ډاډمن کړي او ژر تر ژره دې خوشې کړي."

راپورونه وايي، د هغه هیواد وزیراعظم عبدالله حمدوک په کور کې محاصره کولو تر څنګ د کابینې څلور نور وزیران، څو والیان او د ګڼو ګوندونو مشران هم بندیان شوي دي.

جنرال عبدالفتاح برهان د اکتوبر پر ۲۵مه په یوه ټلویزیوني وینا کې اعلان وکړ چې د حاکمیت شورا چې يوه ګډه ملکي او پوځي حکومتي اداره ده او ورسره د حمدوک انتقالي حکومت يې منحل کړی دی.

تمه کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اکتوبر پر ۲۶مه د تړلو دروازو تر شا د سوډان په اړه خبرې وکړي.

له خرطوم څخه د ویډیو لینک له لارې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته په وينا کې د سوډان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ولکر پرتیس په هغه هيواد کې د روانو پرمختګونو په اړه د امنیت شورا غونډې ته د معلوماتو ورکولو اراده څرګنده کړه.

بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د سوډان وزيراعظم او د ټولو چارواکو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې.

ګوتېرش د اکتوبر پر ۲۵مه پر ټویټر لیکلي دي چې دی پوځي کودتا غندي او د وزيراعظم عبدالله حمدوک او ټولو چارواکو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوي.

سعودي عربستان، عرب لیګ، افریقايي ټولنې او د اروپايي ټولنې چارواکو په سوډان کې پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او له ښکېلو خواوو یې د زغم غوښتنه کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG