د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ازبکستان کې د ولسمشرۍ انتخابات روان دي


په ۱۹۹۱ز کال کې د ازبکستان له خپلواکۍ راهیسې دا شپږم ځل دی چې په ۳۵ میلیونه نفوس لرونکي دې هېواد کې ولسمشریز انتخابات کېږي.
په ۱۹۹۱ز کال کې د ازبکستان له خپلواکۍ راهیسې دا شپږم ځل دی چې په ۳۵ میلیونه نفوس لرونکي دې هېواد کې ولسمشریز انتخابات کېږي.

په ازبکستان کې د اکتوبر پر ۲۴مه د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره انتخابات کېږي.

تمه ده چې د مخالفه امېدوارانو په انتخاباتو کې د نه ګډون له وجې ولسمشر شوکت میرضیایېف په دویم ځل دا څوکۍ وګټي.

د ولسمشر د څوکۍ لپاره د میرضیایېف پر وړاندې هغه څلور امېدواران ولاړ دي چې د حکومت زیات پلوي دي.

درو نورو مخالفه ګوندونو ته د انتخاباتو لپاره د ځان رجسټر کولو او یا د خپلو امېدوارانو درولو اجازه نه وه.

په ۱۹۹۱ز کال کې د ازبکستان له خپلواکۍ راهیسې دا شپږم ځل دی چې په ۳۵ میلیونه نفوس لرونکي دې هېواد کې ولسمشریز انتخابات کېږي.

د ازبکستان مرکزي انتخاباتي کمېشن ویلي چې په هېواد کې څه د پاسه ۲۱ میلیونه رجسټر ووټران دي چې په ۱۰۷۶۰ مرکزونو کې به خپلې رایې وکاروي.

د ازبکستان له انتخاباتي قانون سره سم، یوازې رجسټر سیاسي ګوندونه د پارلېماني یا ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره خپل کاندیدان نومولای شي.

په ازبکستان کې درو غیر رجسټر مخالفه ګوندونو د خپلو کاندیدانو د نومولو اعلان کړی وو خو دا ګوندونه ثبت نه ول نو د حکومتي فشار له وجې یې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره هڅې پرېښودې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG