د لاسرسي ځای

تازه خبر

پيسو نړيوال صندوق: سږکال به د افغانستان اقتصاد ۳۰ فیصده کمزوری شي


د ای اېم اېف په وينا دا حالت په هېواد کې دننه بېکوري زياته کړې او بهر هېوادونو ته هم د کډوالو څپه زياتولای شي. انځور- ارشیف
د ای اېم اېف په وينا دا حالت په هېواد کې دننه بېکوري زياته کړې او بهر هېوادونو ته هم د کډوالو څپه زياتولای شي. انځور- ارشیف

پيسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) وايي چې سږکال د افغانستان اقتصاد تر ۳۰ فيصده پورې کمزوری کېدلای شي چې له کبله به يې میليونونه افغانان د غربت له خطر سره مخامخ شي او بلخوا به پر ګاونډيو هېوادونو، ترکيې او اروپا هم د پام وړ اقتصادي او امنيتي اغېزې زياتې کړي.

اې اېم اېف د اکتوبر پر ۱۹مه د مینځني ختيځ او مرکزي اسيا په اړه په خپل اقتصادي راپور کې ويلي چې د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې تر راتلو وروسته دغه هېواد يوشمېر ضربې ليدلي چې په نتيجه کې يې واردات کم شوي، د افغانۍ ارزښت ټيټ شوی، ګراني زياته شوې او د ژوند معيار رالوېدلی دی.

د ای اېم اېف په وينا دا حالت په هېواد کې دننه بېکوري زياته کړې او بهر هېوادونو ته هم د کډوالو څپه زياتولای شي.

په افغانستان کې بې کوره کړل شوي کورنۍ
په افغانستان کې بې کوره کړل شوي کورنۍ

ای اېم اېف زياتوي چې د کډوالو په زيات شمېر کې ورتګ د کوربه هېوادونو پر عامه وسايلو يو بار ګرځېدلای شي.

پر دې سربېره دا عمل پر دندو د فشار په زياتولو سره ولسي کړکېچ ته لاره هوارولای شي او د نړيوالې ټولنې لخوا د مرستو اړتيا زياتولای شي.

د ۲۰۲۰ز کال تر پایه افغانستان په هېواد کې دننه ۳۵ لکه بېځايه شوي خلک درلودل او ۳۰ لکه نور يې له هېواده بهر مهاجر ول چې نیم يې په پاکستان کې ول.

که چيرې ۱۰ لکه نور افغانان بهر هېوادونو ته کډوال شي نو په تاجکستان کې به د دوی پر کوربتوب ۱۰۰ میليونه ډالره، ايران کې شاوخوا ۳۰۰ میليونه ډالره او په پاکستان کې به تر ۵۰۰ میليونه ډالره زيات لګښت راځي.​

امنيت راغلی خو ډوډۍ ولاړه: د کابل اوسېدونکي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:14 0:00

بل لور ته ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې سږکال به ژمی په افغانستان کې سخت وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګویتېرېش تېره اوونۍ خبرداری ورکړ که چېرته د افغانستان بشري وضعیت ته سمه پاملرنه ونه‌ شي یو ستر ناورين به رامنځته شي.

د ګویتېرېش په وینا د افغانستان د اقتصاد د بیا رغېدو لپاره باید لارې چارې ولټول شي.

ده له نړیوالو وغوښتل چې جدي هڅې وکړي له افغانانو سره مرستې وکړي څو د افغانستان د اقتصاد د ماتېدو مخه ونیول شي.

په افغانستان کې بې کوره کړل شوي کورنۍ
په افغانستان کې بې کوره کړل شوي کورنۍ

پر کابل د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره دوه غونډې جوړې شوې دي، د ملګرو ملتونو په مشرۍ او د نړۍ د ۲۰ سترو شتمنو هېوادونو یا جي شل غونډه چې په دې دواړو ناستو کې تر دوه میلیارده د ډېرو ډالرو ژمنې له افغانستان سره وشوې.

خو د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په وینا تر اوسه دوی ته ډېرې لږ مرستې ورسپارل شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې له ځپل شویو او بې‌وزلو سره د مرستو چارې ټکنۍ شوې دي.

طالبانو چې د اګسټ پر ۱۵مه کابل ونیو تر اوسه‌یې حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل پر دې بحث نه‌کوو.

دا راپور څرګندوي چې پروسږکال په افغانستان کې درې نیم میلیونه په کور دننه بې‌ځایه شوي وو او په بهر کې د افغان کډوالو شمېر تېر کال شااوخوا درې میلیونه ګڼل شوی و چې نیم‌یې په پاکستان کې دي.

XS
SM
MD
LG