د لاسرسي ځای

تازه خبر

راشدخان: د افغانستان او پاکستان کرکټ مینوال دې د لوبې پر مهال ښه چلند وکړي


د افغانستان او پاکستان د کرکټ دوه تنه لوبغاړي
د افغانستان او پاکستان د کرکټ دوه تنه لوبغاړي

د کرکټ په نړیوال شل اووریزه جام کې د افغانستان او پاکستان د سیالۍ په درشل کې د افغانستان او نړۍ نامتو باولر راشد خان د دواړو ټیمونو له مینه والو وغوښتل چې له یو بل سره ښه چلند وکړي.

اټکل کېږي چې ډېر شمېر افغانان او پاکستانیان به د نننۍ سیالۍ د لیدو لپاره لوبغالي ته ولاړ شي.

دوه کاله پخوا په انګلستان کې د افغانستان او پاکستان د مسابقې پر مهال د دوو ټیمونو د مینه والو ترمنځ اخ و ډب شوی و.

نننۍ لوبه به د دواړو لوبډلو لپاره مهمه او له فشاره ډکه وي.

په روان نړیوال شل اووریزه جام کې پاکستان تر اوسه دوې لوبې کړي او دواړه یې ګټلي، خو افغانستان تراوسه یوه لوبه کړې او په لوی توپیر یې ګټلې ده.

راشد خان د اکتوبر پر ۲۸مه نېټه په یوه خبري غونډه کې وویل، یقیناً له پاکستان سره یې د کرکټ سیالي تل ښه وي، خو باید یوازې یوه لوبه وګڼل شي.

ده ټینګار وکړ: 'لوبې د مینې پیغام ورکوي او مینه وال یې باید له لوبې خوند واخلي او له ټولو مینه والو او نندارچیانو غواړم چې ارام واوسي، یوازې له لوبې خوند واخلي او هغه څه چې په ۲۰۱۹ کې وشول، باید بیا پېښ نه شی."

راشد خان وویل، یقیناً له پاکستان سره مسابقه تل ښه وي، خو باید یوازې یوه لوبه وګڼل شي.
راشد خان وویل، یقیناً له پاکستان سره مسابقه تل ښه وي، خو باید یوازې یوه لوبه وګڼل شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند او د نشریاتو رييس فرید هوتک د نننۍ مسابقې په اړه وویل چې افغان لوبغاړي به په لوړه روحیه د مسابقې میدان ته ووځي: "افغان کرکټ لوبډلې د دې سیالۍ لپاره پوره چمتووالی نیولی او په لوړه روحیه به میدان ته ووځي." ​

په همدې حال کې د پاکستان د کرکټ لوبډلې سرروزونکي ثقلین مشتاق خپلو لوبغاړو ته خبرداری ورکړ چې افغانستان ته په کمه سترګه ونه ګوري.

ثقلین مشتاق له افغانستان سره په نړیوال شل اووریزه جام کې د پاکستان د سیالۍ په درشل کې د اکتوبر پر ۲۸مه نېټه (پرون) وویل، د افغانستان ټیم د نړۍ په لومړی درجه لوبډلو کې شمېرل کېږي او پاکستان باید هماغسي لوبه ورسره وکړي چې له هند او نیوزیلېنډ سره یې وکړه.

د کرکټ نړیوال جام؛ د افغانستان او پاکستان سیالي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:16:58 0:00

له ښاغلي ثقلینه د پنجشنبې ورځ په یوه خبري غونډه کې بیا-بیا د افغانستان د درېيو باولرانو په اړه پوښتنې وشوې. ده بې له دې چې د راشد خان، مجیب او محمدنبي نومونه واخلي وویل: "دوی په حقیقت کې د افغانستان کلیدي لوبغاړي دي، دوی په بېلابېلو لیګونو کې ډېر ښه لوبېږي، د لوبې پر مهال په ځان اعتماد لري، دوی ډېر ښه دي. خو موږ هم باید خپل پلان عملي کړو."

پاکستان په لومړۍ مسابقه کې هند په لسو وېکټونو مات کړ چې دا په نړیوال جام کې هند ته د پاکستان لومړنۍ ماتې وه.

پاکستان نیوزیلنډ ته هم ماتې ورکړه.

په نړیوال شل اووریزه جام کې د افغانستان د لوبډلې تر ګډون مخکې وېره وه چې د ښځو د سپورټ په اړه د طالبانو د سخت دریځ له کبله د افغانستان لوبډله به په نړیوالو مسابقو کې له ګډونه محرومه شي.

د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي ویلي، په افغانستان کې د ښځو د کرکټ وضعیت څاري او پر دې موضوع به راتلونکې میاشت د دوبۍ په غونډه کې بحث وکړي.

د کرکټ د نړیوالې شورا د مقرراتو پر اساس، د دې شورا ټول غړي هېوادونه باید د نجونو د کرکټ ټیم هم ولري، خو د افغانستان کرکټ بورډ دې شورا ته ویلي و چې افغانستان د ښځو پر سپورټ بندیز نه دی لګولی، خو ډېرې نجونې لوبغاړې د سپورټ په دې څانګه کې نه لري.

په داسې حال کې چې ویل کېږي دې موضوع او د افغانستان حالاتو د افغان لوبغاړو ذهنونه مصروف کړي دي، راشد خان وايي چې هڅه کوي ټول تمرکز یې روان ټورنمنټ ته وي.

ده وویل: "موږ په دې فکر نه کوو چې څه پېښېږي، په دې هم فکر نه کوو چې څه پېښ شوي دي. دا شیان زموږ په لاس او کنټرول کې نه دي."

XS
SM
MD
LG