د لاسرسي ځای

تازه خبر

له هند سره د لوبې لپاره افغان لوبډله په ورزش بوخته ده


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په نړیوال شل اووره جام کې د خپلې څلورمې سیالۍ لپاره د نومبر پر لومړۍ نېټه تمرینونه وکړل.

د افغانستان کرکټ ملي ټیم سبا چارشنبه له هند سره په ابوظهبۍ کې مخامخېږي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، تر دې دمه پرېکړه نه ده شوې چې د پخواني کپتان او تکړه لوبغاړي اصغر افغان پرځای به څوک په لوبډله کې شامل کړل شي.

اصغر افغان د یکشنبې په ورځ له نمېبیا سره له سیالۍ وروسته له ملي لوبډلې استعفا ورکړه.

افغانستان تراوسه پورې په تېرو درېيو مسابقو کې دوې ګټلي، یوه په لږ توپیر بایللې، خو د هند لوبډلې دوې سیالۍ کړي او دواړه په ډېر توپیر بایللي دي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان پر هند سربېره له نیوزیلنډ سره هم مخامخ شي.

که افغان لوبډلې له دې دواړو سیالیو یوه هم وګټله، په غالب ګومان به بل پړاو ته د رسېدو چانس ترلاسه کړي.

تېره شپه په لومړي ګروپ کې د انګلستان لوبډلې په ۲۶ منډو سریلنکا ته ماتې ورکړه.

انګلستان تراوسه درې سیالۍ کړي او درې واړه یې ګټلي دي.

له انګلستان وروسته په لومړي ګروپ کې سریلنکا دوهم ځای لري، خو په دوهم ګروپ کې له پاکستان وروسته افغانستان دوهم دی.

XS
SM
MD
LG