د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: داعش پر شيعه ګانو د بريد مسولیت منلی، ملګرو ملتونو غندلی


د کندهار په پېښه کې ۴۷ کسان وژل شوي.
د کندهار په پېښه کې ۴۷ کسان وژل شوي.

د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش په کندهار کې د شیعه ګانو په یو جومات کې د اکتوبر ۱۵مې خونړۍ حملې مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

په دې برید کې چې د جمعې د لمانځه پر مهال وشو، لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان شول.

په هغه بیان کې چې د اکتوبر پر ۱۵مه، د داعش اړوند ټولنیزو رسنیو اکاونټونو کې خپور شوی، دې وسله والې ډلې ویلي چې دوو غړو یې د فاطمیه په نوم په کندهار کې د شیعه ګانو د جومات په دروازه کې ولاړ ساتونکي په ډزو ووژل او ورپسې یې یو د جومات په دروازه کې له ځان سره تړلو چاودیدونکو موادو چاودنه وکړه او بل یې دننه په جومات کې چاودیدونکې مواد وچول.

د داعش سره تړلې د اعماق خبري اژانس د بریدګرو نومونه انس الخراساني او ابو علي البلوچي یاد کړي او ویلي یې دي چې دواړه افغانان ول.

دا برید په کندز کې د شیعه افغانانو پر یو جومات د ورته خونړي برید څخه پوره یوه اوونۍ وروسته کېږي.

په کندز کې هم هغه برید د جمعې د لمانځه پرمهال شوی چې لږ تر لږه ۴۶ کسان په کې وژل شوي او مسولیت یې د داعش د خراسان څانګې منلی و.

د داعش د وسله والې ډلې له خوا وروستیو خونړیو بریدونه دا وېره پیدا کړې چې په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د داعش وسله واله ډله چې هم له طالبانو او هم له لویدیځ سره دښمني لري په پیاوړي کېدو ده.

د کندز د برید د قربانیانو تدفین؛ یو شمېر لا هم ورک دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:11 0:00

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، په کندهار کې د جمعې د ورځې برید، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ډراماتیکې وتنې وروسته په دې هېواد کې تر ټولو مرګونی برید دی.

همدارنګه دا په کندهار کې چې د طالبانو د ظهور ټاټوبی دی د داعش ډلې تر ټولو لوی برید ګڼل کېږي.

طالبانو د کابل په شمول په ټول افغانستان تر واکمنېدو وروسته په ټینګار ویلي چې په افغانستان کې به سوله او ثبات ټینګ کړي او همدارنګه یې امریکا سره د دوحې تړون کې ژمنه کړې چې افراطي ډلو ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې په نورو هېوادونو کې د بریدونو لپاره کار واخلي.

خو د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس وايي، د داعش ډلې له خوا وروستیو خونړیو بریدونو، د داعش د ګواښ د مخنیوي برخه کې د طالبانو د حکومت وړتیاوې ننګولي دي.

په کندهار کې د شیعه ګانو په جومات کې د اکتوبر ۱۵مې چاودنه په کورني او نړیواله کچه غندل شوې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتیریش د کندهار په امام بارګاه جومات کې دا برید "کرکجن" بللی دی او ټینګار یې کړی دی چې د ولسي خلکو پر وړاندې چې خپل مذهبي مراسم یې تر سره کول، د دې جنایت ترسره کوونکې باید عدالت ته راښکل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس هم پر خپل ټویټر دا برید غندلی دی، د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ویلی او زیاته کړې یې ده چې دا "په دې میاشت کې دریېم داسې برید دی" چې افغانستان کې ترسره کېږي.

هغه په سوله کې ژوند او عبادت د افغانان حق بللی دی.

XS
SM
MD
LG