د پاکستان د مذهبي چارو وزیر نورالحق قادري وايي، له کالعدم تحریک لبیک ډلې سره د مذاکراتو لپاره يې ۱۲ کسیزه کميټۍ جوړه کړې ده.
نوموړي د اکتوبر پر ۳۰مه په اسلام اباد کې خبرې غونډې ته په وینا کې وویل، باور لري چې د دې کمیټۍ له جوړیدو سره به حالات ښه شي.
ده زیاته کړه چې د دې مسلې د سوله ییز حل لپاره مذهبي عالمانو د مرستې باور ورکړی دی.
نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته وکړې چې د تحریک لبیک ډلې د احتجاج له وجې د راپورته شوي صورتحال په تناظر کې د مذهبي عالمانو یوې ډلې له وزیراعظم عمران خان سره ملاقات وکړ.
بلخوا د کالعدم تحریک لبیک ډلې په زرګونو پلویان د پنجاب په وزیر اباد ښار کې په دويمه ورځ هم په احتجاجي پرلت ناست دي او د مخکې تګ لپاره د خپلې ډلې د مشرانو د هدایاتو انتظار کوي.
تر حکومتي بندیز لاندې تحریک لبیک غړي او پلویان د اکتوبر پر ۲۹مه له ګوجراوالې څخه وزیر اباد ته رسېدلي دي.
په وزیر اباد ښار کې انټرنيټ سروس او بازارونه بند دي او لارې د ټریفک په مخ تړل شوې دي.
د دې صورتحال د مخنيوي لپاره د پولیسو او رينجرز په سلګونه امنيتي سرتيري ځای پر ځای شوي دي.
رینجرز ځوا ک اسلام اباد ته د تلونکې لارې پر چناب ټول پلازه د تحریک لبیک ډلې احتجاجي لاریون کوونکو ته خبرداری ورکړی دی.
د دې ځواک له خوا هلته لیکل شوي چې که لاریون کوونکي له هغه ځای څخه د اسلام اباد پر لور تېر شول نو له نتیجو سره به مخامخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د حکومت له خوا ناقانونه ګرخول شوې ډلې تحریک لبیک د اکتوبر له ۲۲مې نېټې له پنجابه اسلام اباد ته اوږد لاریون پیل کړی دی خو حکومت ورته په لاره کې خنډونه اچوي او نه یې پرېږدي چې هغوی سر ښار ته ورسېږي.
د اکتوبر پر ۲۹مه، په اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ قامي امنیتي کمیټۍ هوډ څرګند کړ چې تحریک لبیک ته به د ریاست د حاکمیت د ننګولو اجازه ور نه کړي.
تحريک لبيک غوښتنه کوي چې حکومت دې له دوی سره په دې اړه د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر ۱۶مه او ورپسې د ۲۰۲۱ز کال د اپرېل ۲۰مه شوي تړونونه عملي کړي.
د دوی په وینا، حکومت دې د دوی مشر سعد رضوي ژر تر ژره خوشې کړي چې د سږني کال په اپرېل میاشت کې له تاوتریخوالي ډک احتجاجه وروسته نیول شوی وو.
د تحریک لبیک دا احتجاج د فرانس په يوه مجله کې د اسلام د پیغمبر د خاکو خپرېدو پرضد وو. تحریک لبیک غوښتنه کوي چې حکومت دې د فرانس سفیر له ملکه وشړي.
خو د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید ویلي چې په موجوده حالاتو کې د فرانس سفیر له هېواده نه شي ایستلای.