د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت وايي چې د تحریک لبیک پاکستان سرغړونې نور نه شي زغملی


د تحریک لبیک پاکستان پلویان اسلام اباد ته روان دي.
د تحریک لبیک پاکستان پلویان اسلام اباد ته روان دي.

د پاکستان مرکزي حکومت وايي، د تحریک لبیک پاکستان ډلې لخوا د قانون څخه سرغړونه به ونه زغمي.

دا په داسې حال کې ده چې کالعدم (غیرقانوني پېژندل شوې) ډلې د اکتوبر له ۲۲مې نېټې نه له پنجابه اسلام اباد ته اوږد لاریون پیل کړی خو حکومت ورته په لاره کې خنډونه اچوي او نه یې پرېږدي چې هغوی سر ښار ته ورسېږي.

د اکتوبر پر ۲۹مه، په اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ قامي امنیتي کمیټۍ هوډ څرګند کړ چې تحریک لبیک ته به د ریاست د حاکمیت د ننګولو اجازه ور نه کړي.

د وزیراعظم له دفتره په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې د کمیټۍ په غونډه کې، په هیواد کې په روان وضعیت او د ناقانونه ګرځول شوې ډلې، تحریک لبیک له خوا په روانو احتجاجونو خبرې شوي دي. د بیان تر مخه وزیراعظم عمران خان د غونډې ګډونوالو ته وویل چې هیڅ یوې ډلې ته به اجازه ورنکړي چې ګډوډي رامنځ ته کړي او یا حکومت تر فشار لاندې راولي.

د قامي امنیتي کمیټۍ په دې ۳۵مه غونډه کې، د کابینې د وزیرانو او د قامي امنیت د سلاکار په ګډون د درو واړو پوځونو سرلښکرانو او د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي ایس ايي مشر هم برخه واخيسته.

له غونډې وروسته، د کورنیو چارو وفاقي وزیر شېخ رشید احمد خبریالانو ته وویل چې په سوله ییزه توګه د احتجاج ختمولو لپاره به د اکتوبر پر ۳۰مه وزیراعظم عمران خان په روان امنیتي صورتحال یوه ولسي وینا هم کوي.

بل خوا د کالعدم تحریک لبیک پاکستان د اسلام اباد په لور خپل احتجاجي لاریون له دوام ورکړی او مظاهره چیان د اکتوبر پر ۲۹مه، د پنجاب له ګوجرانوالې نه د اسلام اباد په لور روان شوي دي. هغوی غوښتنه کوي چې حکومت دې ورسره کړي تړونونه عملي کړي، د فرانسې سفیر دې له هیواده وباسي او د تحریک لبیک پاکستان یو مشر سعد رضوي دې خوشي کړي.

حکومت وايي، د مظاهره چیانو ځينې غوښتنې مني، خو په موجوده حالاتو کې د فرانسې سفیر له هیواده نه شي ویستي.

XS
SM
MD
LG