د پاکستان حکومت د نومبر پر پينځمه د تېلو په نرخ کې د څه باندې اتو روپيو اضافه کړې ده.د پاکستان د فاینانس ډیويژن نن د شپې پر يوه نيمه بجه اعلامیه خپره کړې.
د اعلاميه ترمخه د پېټرولو په بیو کې د اتو روپيو او درې پيسو اضافه شوې چې ورسره د یو ليټر پېټرولو نوی قيمت ۱۴۵ روپۍ او ۸۲ پيسې شوی دی.
حکومت همداراز، د تېز رفتاره ډيزلو بیه اته روپۍ او ۱۴ پيسې ته لوړه کړې چې ورسره د یو لیټر ډیزلو نوی قيمت ۱۴۲ روپۍ او ۶۲ پيسې شوی.
حکومت د یو لیټر خاورو تېلو په بيه کې هم شپږ روپۍ او ۲۷ پيسو اضافه کړې او نوی قيمت يې ۱۱۶ روپۍ او ۵۳ پيسې ټاکل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې وزيراعظم عمران خان د نومبر پر درېیمه ولس ته په ټېلېویژني وینا کې ويلي ول چې د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې پر نړیوال کچ ګراني زیاته شوې او د پيټرولو په قيمتونو کې به اضافه کوي.
په پاکستان کې مخالفو سياسي ګوندونو د ګرانۍ ضد احتجاجونه هم پیل کړي دي.
د پاکستان جمهوری تحریک (پي ډي اېم) د نومبر پر پینځمه په پېښور کې د ګراني پرضد د احتجاجي مظاهري اعلان کړی.
خو حکومت په بیا بیا ویلي چې په ملک کې ګراني ځکه ده چې په نړیوال بازار کې د تېلو نرخ زیات شوی دی.
د مشال راډیو ایپ ښکته کړئ
که غواړئ چې بې له خنډ او ځنډه د مشال راډیو ټولو مطالبو ته لاسرسی ولرئ نو له ایپ سټور او ګوګل پلې څخه اپليکېشن ډاونلوډ کړئ.
-
مشال راډیو
مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.