د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ ټي ۲۰ جهاني جام: سکاټلینډ له نېمیبیا او بنګله دېش له انګلېنډه ماتې وخوړه


د کرکټ شل اوریز نړيوال جام کې د انګلینډ لوبډله د لوبې پر مهال. انځور- ارشیف
د کرکټ شل اوریز نړيوال جام کې د انګلینډ لوبډله د لوبې پر مهال. انځور- ارشیف

د کرکټ شل اوریز نړيوال جام کې د اکتوبر پر ۲۷مه نېمیبیا د سکاټلينډ او انګلینډ د بنګله دېش لوبډلو ته ماتې ورکړه.

د اکتوبر پر ۲۷مه د ابوظبي په شيخ زايد کرکټ لوبغالي کې شوي لومړي مېچ کې بنګله دېش لومړی بېټنګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې يې د نهه لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۴ رنزونه جوړ کړل. په جواب کې انګلینډ د دوو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۵ اوورونو کې هدف پوره کړ او بنګلادېش ته يې په اتو وکټونو ماتې ورکړه.

په هم دې شيخ زايد کرکټ لوبغالي کې شوي دويم مېچ کې سکاټلينډ لومړی بېټنګ وکړ. خو نېمیبیا له سکاټلینډه په څلورو وکټو وګټله.

په شل اوریز نړيوال جام کې نن (د اکتوبر پر ۲۸مه) د اسټريليا او سريلنکا ترمینځ لوبه کېږي.

تاکل شوې چې سبا د اکتوبر پر ۲۹مه د افغانستان ملي لوبډله له پاکستان سره مخامخېږي.

دا لوبې د اکتوبر پر ۱۷مه پيل شوې او پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۴مه په دوبۍ کې کېږي.

XS
SM
MD
LG