عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
په بنو کې د شمالي وزیرستان د مداخېلو خلکو پر خوست د پاکستانیو ځواکونو د بمبارۍ ضد پرلت ته دوام ورکړی دی. دوی دا احتجاج د اپرېل پر ۱۶مه تر هغې بمبارۍ وروسته وکړ چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان ووژل شول. د اپرېل ۱۹مې پر ماخوستن ناستې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم ورغلی وو. نوموړي په وینا کې پر اسلام اباد او کابل غږ وکړ چې د خلکو د امنیت ټینګښت په برخه کې دې خپل مسوولیتونه ادا کړي. د پاکستان حکومت د پرلت په اړه څه نه دي ویلي خو د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۷مه په بیان کې تور پورې کړی وو چې د افغانستان له خاورې څخه یې پر ځواکونو بریدونه کېږي. په کابل کې د طالبانو حکومت په یوه بیان کې ویلي ول چې دا ډول پېښې باید بیا و نه شي او د تکرارېدو په صورت کې یې د بدو پایلو خبرداری ورکړی وو. ویډیويي رپورټ.
په شمالي وزیرستان کې تازه بریدونه پر داسې مهال شوې چې د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار د اپرېل پر ۱۴مه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې له تحریک طالبان پاکستان سره یې مذاکرات درولي دي او د هغوی پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
پښتون ژغورنې غورځنګ د خیبر پښتونخوا له حکومته غوښتنه کړې چې د بنو په جانیخېلو او شاوخوا سیمو کې دې د هدفي وژنو او ناامنیو مخنیوی وکړي. د غورځنګ یوشمېر پلویانو د اپرېل پر ۱۳مه ماخوستن مهال په بنو کې په لاریون او مظاهره کې دعوه وکړه چې په تېرو ۱۰ ورځو کې په جانیخېلو کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل
د بنو مرستیال کمېشنر کېپټن رېټایرډ زبیر احمد نیازي تر جرګې وروسته مشال راډيو ته وويل چې په سيمه کې یې د ناامنۍ د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او د وسله والو پرضد يې هلو ځلو ته هم دوام ورکړی دی.
په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ په قبايلي سيمو کې ضرب عضب عمليات وکړ او د تحريک طالبان پاکستان له وسله والو سره یې نښتې وکړي. له دې وجې له جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان څخه په لکونو خلک بې کوره شول.
د مارچ پر ۳۱مه د هغې صوبې د څلورو قبایلي سیمو په ګډون په ۱۸ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات وشول چې له نارسمي نتیجو سره سم، د ملاکنډ ډېوېژن د اووه ضلعو زیاتره تحصیلونه واکمن تحریک انصاف ګوند ګټلي دي.
په بنو کې پښتون قامي جرګه د یو ۲۵ نکاتي پرېکړه لیک په منظورولو پای ته رسېدلې. د مارچ پر ۱۴مه د جرګې کوربه او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پرېکړه لیک واوراوه او له ګډونوالو څخه یې ورباندې رایې واخیستې. په پرېکړه لیک کې راغلي چې د پاکستان پښتانه دې په یوه صوبه کې یو ځای شي. په پرېکړه
د خيپر پښتونخوا په بنو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب د مارچ له ۱۱مې درې ورځنۍ پښتون قامي جرګه روانه ده چې شاوخوا ۴،۰۰۰ کسان ګډون پکې کوي.
د سیمي ځینو نورو اوسیدونکو مشال راډیو ته وویل، د ضرب عضب له عملیاتو وړاندې د هغوی سیمه کې ډي اېس اېل انټرنېټ موجود وو خو بیا د جنګ له وجې هغه هم له منځه ولاړ.
اخوا د شمالي وزیرستان پولیس وايي، د فبرورۍ پر اتمه شپې مهال په میرامشا کې وسله والو د یوه ټېکه دار پر کیمپ برید کړی، هلته یې ۱۲ کارکوونکي نیولي او بیا یې د ټېکه دار څلور ګاډي سوځولي دي.
نور وښیئ