د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: هدفي برید کې ۱ کس وژل شوی، خیسور کې د یو سړي مړی موندل شوی


له تېرو څه د پاسه درو کلونو راهیسې د شمالي وزیرستان په بېلابېلو برخو کې هدفي بریدونه کېږي - پخوانی انځور.
له تېرو څه د پاسه درو کلونو راهیسې د شمالي وزیرستان په بېلابېلو برخو کې هدفي بریدونه کېږي - پخوانی انځور.

پولیس وايي، د شمالي وزیرستان په میرلي کې په یوه هدفي برید کې یو ولسي وګړی وژل شوی دی.

د میرلي تاڼې یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د مې پر ۲۵مه وسله والو په میرلي بازار کې د رزمک د ګړیوم پر اوسېدونکي شاهین الله ډزې وکړې او له هغه ځایه وتښتېدل.

په میرلي کې د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

پولیس وايي، د مې پر ۲۵مه د میرلي په خیسور کې پر سړک د یوه بل کس مړی موندل شوی دی.

هغه کس عطا محمد نومېده چې دوه ورځې وړاندې وسله والو تښتولی وو. تر اوسه معلومه نه ده چې هغه چا تښتولی وو او ولې وژل شوی دی.

خو پولیس وايي، د نامعلومه وسله والو پرضد یې مقدمې دایرې کړې دي او د دواړو پېښو پلټنې روانې دي.

د میرلي په بازار کې له تازه وژنې سره سږ کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی.

د مې پر ۱۹مه سهار د شمالي وزیرستان د میرلي کالج دوه ښوونکي په خپل ګاډي کې روان ول چې په بکاخېلو کې په چاودنه کې ژوبل شول.

تر دې مخکې، د مې ۱۴مې پر ماښام د میرامشا په ډانډې سیمه کې وسله والو د یو دوکان مخې ته پر ناستو ځايي کسانو ډزې وکړې چې پکې څلور تنه وژل شوي او یو ماشوم ژوبل شوی وو.

د سیمې اوسېدونکو په بیا بیا له انتظامیې غوښتي چې د هدفي بریدونو مخه دې ونیسي. انتظامیه وايي، د امنیت ټینګښت هڅې کوي او امنیتي چارواکي وايي له مودې راهیسې یې په هغه ضلع کې د وسله والو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی چې پکې یې مشکوک هدفي بریدګر هم وژلي دي.

XS
SM
MD
LG