د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې دوه پوځيان وژل شوي، جرګې د دايمي اوربند غوښتنه کړې


قبایلي ضلع شمالي وزیرستان. انځور له ارشیفه
قبایلي ضلع شمالي وزیرستان. انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې د مليشه ځواکونو دوه سرتيري وژل شوي دي.

د پوځ د عامو اړيکو څانګې (ایې اېس پي ار) د مې پر ۲۳مه په خبرپاڼه کې ويلي چې وسله والو په میرعلي کې پر پوځي څوکۍ بريد کړی چې پکې دوه سرتېري ځای پر ځای وژل شوي دي. په وژل شويو کې سپاهي ظهور هم دی چې د خيبر پښتونخوا د دير سيمې اوسېدونکی دی. د حملې ذمه وارې تر اوسه چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزیرستان کې پر پوځ حملې زیاتې شوې او له دې سره سره په هدفي وژنو کې د ولسي وګړيو وژنې دوام لري.

په قبايلي ضلعو کې پر پوځ زیاتېدونکيو حملو وروسته د پاکستان حکومت له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې اترې پیل کړې او په دې لړ کې يو حکومتي پلاوي په کابل کې د افغان طالبانو په منځګړيتوب د مې په درېیمه اوونۍ کې د ناقانونه وسله والې ډلې له مشرانو سره خبرې اترې کړې وې.

له دې وروسته وسله والو طالبانو د مې تر ۳۰مې نيټې پورې لنډمهاله اوربند اعلان کړی وو. خو په شمالي وزیرستان کې د طالبانو يو بله ډله د حافظ ګل بهادر په مشرۍ کې فعاله ده.

د حکومت او طالبانو مذاکراتو ته په پام سره فاټا قامي جرګې له دواړو غاړو غوښتنه کړې چې لنډمهاله اوربند دې دايمي کړي.

د دې جرګې يو مشر برېګېډيير (ريټايرډ) سيد ن مومند د مې پر ۲۳مه په پېښور پريس کلب کې د خبري غونډې پر وخت وويل چې د پخوا په شان اوس هم دوی تیار دي چې د سولې خبرو پر مخ بيولو کې خپل کردار ترسره کړي. هغه زیاته کړه چې د قبايلي سيمو خلک ډير ځورېدلي دي نو نور بايد جنګونه بس شي.

تر خبرې غونډې وروسته د فاټا قامي جرګې په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې پر ټولو خواوو غږ کوي چې د خلکو د ښېګړي او پايداره امن لپاره نور له جنګه لاس واخلي او دایمي اوربند وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد، د مې په ۱۸مه ويلي وو چې په کابل کې د تحريک طالبان پاکستان او پاکستاني چارواکو ترمنځ په مذاکراتو کې پرمختګ او لنډمهاله اوربند شوی دی. هغه زیاته کړې وه چې مذاکرات د دوی په منځګړتوب شوي او له دواړو غاړو هيله لري چې د نرمښت په ښودلو سره دا اوربند وغځوي.

تر دې مخکې په افغانستان کې اوسېدونکو، د تحريک طالبان پاکستان مشرانو ته د پاکستان پوځ جرګې ورلېږلې او بيا یې د مې میاشتې په نيمايي کې ورسره نېغ په نېغه خبرې وکړي. يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې په دې مذاکراتو کې د پاکستاني پوځ د پېښور کور کمانډر او د جاسوسي ادراې، ايي ایس ايي پخوانی مشر، ليفټيننټ جنرل فېض حميد موجود وو.

خو پر دې سربيره هم په خيبر پښتونخوا او نورو سيمو کې بريدونه نه دې ودرېدلې. ځينو څیړونکو مشال راډيو سره په خبرو کې د دې وجه پر ټي ټي پي سربېره د نورو ډلو لکه داعش، جندالله، بلوچ او سندۍ وسله والې ډلې موجوديت ښودلی دی. خبريال او څيړونکی، سميع يوسفزی وايي د تحريک طالبان پاکستان دننه هم ځينې وسله وال د سولې په مذاکراتو خوشاله نه دي.

هغه مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي "څرګنده خبره ده چې د تحریک طالبان پاکستان ځینې ډلې یا اشخاص له دې خبرو اترو ښايي راضي نه وي او یا هغه نور بهرني عناصر چې په دې قبایلي سیمو کې وو او اوس ویل کېږي چې بیا راغلي، کېدای شي چې د هغوی له خوا دا بریدونه کېږي چې دا پروژه [د سولې خبرې] ګډوډه کړي."

XS
SM
MD
LG