د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې دوه نور ماشومان ګوزڼ ناروغۍ وهلی


سږکال تر اوسه په پاکستان کې د پوليو شپږ کېسونه رپورټ شوي چې ټول په شمالي وزيرستان کې مخې ته راغلي‌ دي. (انځور:ارشیف)
سږکال تر اوسه په پاکستان کې د پوليو شپږ کېسونه رپورټ شوي چې ټول په شمالي وزيرستان کې مخې ته راغلي‌ دي. (انځور:ارشیف)

د شمالي وزيرستان صحت څانګه وايي چې د مې پر ۲۷مه په د یادې ضلعې په میرعلي کې دوه نور ماشومان ګوزڼ یا پولیو ناورغۍ وهلي دي.

د صحت څانګې مرستيال مشر ډاکټر شمس الرحمان د مې پر ۲۷مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې په دې ماشومانو کې د پوليو د وايرس پخلی شوی دی.

د ده په خبره دا دواړه ماشومان چې عمرونه يې اتلس مياشتې دي، د پوليو مخنيوي څاڅکي نه وو ورکړل شوي.

ډاکټر شمس وايي له شپږم جون څخه بيا د پوليو منخنيوي کمپاين پېلوي خو د ده په خبره که مېندې او پلرونه خپلو بچیو ته د پوليو مخنيوي څاڅکي نه ورکوي نو د دغه وايرس مخه نه شي نيول کېدای.

ده وویل، "که د وزيرستان ولس موږ سره مرسته ونه کړي او يو ماشوم هم د پوليو مخنيوي له څاڅکو پاتې شي نو د دې ناورغۍ مخه نه شي نيول کېدای."

سږکال تر اوسه په پاکستان کې د پوليو شپږ کېسونه رپورټ شوي چې ټول په شمالي وزيرستان کې مخې ته راغلي‌ دي.

په پاکستان کې چې ماشومان د پولیو واکسیني څاڅکي وخوري نو روغتیايي کارکوونکي یې نوم او پته په رجسټر کې درجوي او ګوته یې رنګوي چې دا د هغوی د واکسینېدو یو ثبوت وي.

خو په شمالي وزیرستان کې یوشمېر روغتیايي کارکوونکو منلې چې په تېرو وختونو کې یې د ګوزڼ له واکسیني څاڅکو ورکولو پرته د ماشومانو ګوتې رنګ کړې وې.

روغتیايي کارکوونکي بې له څاڅکو ورکولو د ماشومانو د نوملیکنې او د ګوتو وررنګولو بېلابېل لاملونه ښيي.

یوه واکسینېټر شفیق الله د مې پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، په یوشمېر ځایونو کې یې له څاڅکو څخه د میندو او پلرونو تر انکار وروسته تر پینځو کلونو پورې د عمر لرونکو ماشومانو ګوتې رنګ کړي ځکه ځان ته ستونزې جوړول نه غواړي.

ده وویل، "موږ چې انکاریان رپورټ کړو نو خبره انتظامیې او پولیسو ته ځي. نو بیا راته ذاتي دښمني جوړېږي نو په ۱۰ یا اته زره [روپۍ تنخا] باندې خو څوک ځان ته دښمني نه جوړوي."

د خیبر پښتونخوا روغتیايي چارواکو د مې پر اتمه مشال راډيو ته ویلي ول چې پلټنو ښوولې چې په شمالي وزیرستان کې د پولیو واکسیني کارکوونکو له څاڅکو ورکولو پرته د یوشمېر ماشومانو ګوتې رنګ کړې وې.

دوی د ناواکسینه ماشومانو د کره شمېر اټکل و نه شو کړای خو ویلي یې ول چې دا کار د هغې ضلعې په ځینو کلیو کې شوی وو.

د واکسینېټر شفیق الله په خبره، له څاڅکو څخه د ډډه کوونکو د زیات شمېر له وجې "د درواغو نشانونه زیات دي"، ځکه چې په سیمه کې "خلک لا هم پر دې نه پوهېږي چې د پولیو څاڅکي څومره ګټور دي."

د خیبر پښتونخوا د پولیو پروګرام د همغږۍ چارو مرستیال مشر زمین خان د مې پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د روغتیايي کارکوونکو له بې غورۍ خبر دی چې "ماشومانو ته یې څاڅکي نه دي ورکړي خو موږ ته یې رپورټ راکړی چې مهم (کیمپېن) سم شوی دی."

خو د ده په وینا، اصلي ستونزه له واکسیني ډلو سره د ټولنې نه همکاري ده.

د پاکستان حکومت د مې پر ۲۳مه د ټول هېواد پر کچ پینځه ورځنی واکسیني کیمپېن پیل کړ. حکومت وايي، هڅه کوي چې په کیمپېن کې تر ۴۳ مېلیونه زیاتو ماشومانو ته څاڅکي ورکړي.

XS
SM
MD
LG