د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان او بنو کې د ۷ وسله والو د وژنې ادعا کوي


پوځيان په ميرامشا کې په پېره ولاړ دي (انځور له ارشيفه)
پوځيان په ميرامشا کې په پېره ولاړ دي (انځور له ارشيفه)

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په شمالي وزیرستان او د بنو په جانيخېلو کې یې د عملیاتو پر مهال ۷ وسله وال وژلي دي.

د پوځ عامه اړیکو څانګې ايي ایس پي ار د جون په پينځمه پر یو بیان کې ویلي چې د شمالي وزیرستان په حسن خېلو کې یې په عملیاتو کې دوه او په جانيخېلو کې یې پنځمه وسله وال وژلي دي.

امنيتي ځواکونو خبریالانو ته د وژل شويو کسانو تصویرونه هم استولي دي خو دا یې نه دې ويلي چې دغه کسان د کومې ډلې سره تعلق لري. هېڅ یوې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دې ويلي.

د يادونې ده چې د مې له مياشتې راهیسې د تحريک طالبان پاکستان او پاکستان حکومت ترمنځ د سولې خبرې روانې دي. دواړو خووا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په منځګړتوب کابل ته له پاکستانه ورغلي ۵۰ کسیزه جرګې سره د خبرو د وروستي پړاو پر مهال هغه اوربند تر نامعلومې مودې وغځاوه چې مخکې د مې تر ۳۰مې شوی وو.

دغه جرګه چې پکې قبایلي مشران، پخواني سرکاري چارواکي، د پارلېمان پخواني او ځینې اوسني غړي او د خیبر پښتونخوا پخوانی ګورنر شامل دي، د جون پر لومړۍ نېټه کابل ته تللې وه. د جرګې غړيو ويلي چې د پوځ ملاتړ ورته حاصل دی او د پاکستان حکومت هم منلې چې خبرې روانې دي.

اسلام اباد د تېر کال له وروستیو میاشتو راهیسې له هغې ناقانونه ډلې سره خبرو ته دوام ورکړی دی چې حملې یې ودروي. روان کال د ټي ټي پي په حملو کې لسګونه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د تحريک طالبان پاکستان او پاکستان حکومت ترمنځ په مذاکراتو کې ځينې غوښتنې مخې ته راغلې چې د سرچينو ترمخه په ځينو یې سلا شوې او پر ځينو خبرې روانې دي.

د دې تحريک يو قوماندان چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د مې په ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې د افغان طالبانو په منځګړتوب، د پاکستان حکومت د تحريک طالبان پاکستان ځينې لويې غوښتنې منلي دي.

د دغه سرچينې په خبره په دې غوښتنو کې د ټولو پاکستاني طالب بنديانو خوشې کول، پر ټي ټي پي د دوی په خبره د پاکستان د ايين غيرشرعي دفعاتو يا مادو نه عملي کول، په ملاکنډ ډويژن کې د نظام عدل عملي کول او د ټي ټي پي پر غړيو درج مقدمې ختمول شامل دي.

دغه قوماندان مشال راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې په دوو غوښتنو لا هم مذاکرات روان دي. يوه غوښتنه له قبايلي سيمو په بشپړ ډول د پاکستاني پوځ د وتلو او دوهمه هغه د خيبر پښتونخوا سره د قبايلي سيمو انظمام ختمول دي.

خو د دې مذاکراتو په اړه پوښتنې راپورته کيږي چې ايا حملې به ورسره ودريږي او امن به راشي؟ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د جون په پينځمه په واڼا کې په يوه جلسه کې وويل چې د دې ضمانت به څوک ورکوي چې سوله به راځي او بیا به په سیمه کې پوځي عملیات نه کېږي؟ نوموړي زیاته کړه چې هلته یو ځل بیا د نوي جنګ تیارۍ روانې دي او د دوی خلک به پکې متاثره کېږي.

اړوند

XS
SM
MD
LG