د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې په يو بل هدفي بريد کې يو ولسي وګړی وژل شوی


د شمالی وزيرستان په ميرامشاه کې يو سرتيری په بېره ولاړ دی (انځور له ارشيفه)
د شمالی وزيرستان په ميرامشاه کې يو سرتيری په بېره ولاړ دی (انځور له ارشيفه)

په شمالي وزیرستان کې چارواکي‌وايي چې په ميرعلي کې په يو هدفي برید کې يو ځايي کس وژل شوی او حمله کوونکي په تېښته بریالي شوي دي.

د میرعلي پولیس تاڼې يو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د مې په ۳۱مه مشال راډيو ته وويل چې دا برید وسله والو د مې په ۳۰مه په خدې سیمه کې کړی دی. پولیس وايي چې د نامعلومو کسانو پر ضد یې مقدمه درج کړې او پلټنې روانې دي.

په شمالي وزيرستان کې په روان کال کې ټول ۲۱ هدفي‌بریدونه شوي دي. په دوی کې په دوو کې پولیسو او په پاتو کې ولسي وګړي په نښه شوي دي. په ميرعلي کې تر دې مخکې هم څو هدفي وژنې شوې دي. د مې په ۲۵مه، په میرعلي کی دوه کسان په هدفي بریدونو کی ووژل شول.

په شمالي وزیرستان کې ځايي خلک وايي چې د ۲۰۱۸ کال راهیسې هدفي وژنې کیږي. تیر ۲۰۲۱ کال کی شمالي وزیرستان ۶۳ هدفي بريدونه شوي وو. د ځينو حملو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان او د ځينو نورو هغو داعش منلی دی.

پولیسو په بيا بيا ويلي چې دوی د هدفي وژنو پلټنې کوي خو تر اوسه یې څوک نه دی نيولی. د میرعلي اوسیدونکی عادم الله د مې په ۳۱مه مشال ریډیو ته وویل چې زیاتره هدفي وژنې میرعلي کې کیږي، ډیر په ذاتي تاوتریخوالي هم خلک ووژل شي، خو پولیس هيڅ پلټنې نه کوي. "دوی یې په هدفي وژنو کې شمار کړي او ځان له پلټنو خلاص کړي، تراوسه یې په یو برید کې ککړ کسان ګرفتار نه کړ او نه یې سمې پلټنې وکړي."

مشال راډيو د هدفي وژنو د مخنيوي په اړه د حکومت اقداماتو معلومولو لپاره د شمالي وزيرستان انتظامیې سره رابطه وکړه خو هېڅ چارواکي خبرو ته زړه ښه نه کړ. البته دوی په تېرو وختونو کې په بيا بيا ويلي چې امنيتي ځواکونه کوښښ کوي چې خلکو ته ارام او امن ژوند برابر کړي.

د پاکستان حکومت د تحريک طالبان پاکستان سره د سولې مذاکرات هم کړي دي. د دې مذاکراتو په نتيجه کې د دواړو خواوو ترمنځ اوربند هم شوی خو بریدونه نه دې ودریدلي.

XS
SM
MD
LG