د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرامشاه د ړنګ شوي بازار دوکاندارانو یو ځل بیا احتجاج پیل کړی


د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال د جون په میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړي وو. (انځور له ارشیفه)
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال د جون په میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړي وو. (انځور له ارشیفه)

د شمالي وزیرستان د میرامشاه د ړنګ شوي بازار دکانداران وایي تر هغې خپل احتجاج جاري ساتي تر څو ورته معاوضې نه وي ورکړل شوي.

دغه دکانداران د مې د نهمې نېټې څخه د میرام شاه پرېس کلب مخې ته په احتجاج دي او وایي چې پیسې ورغلي خو انتظامیه ورته چیکونه نه ورکوي. دوی تور پورې کړ چې انتظامیه ورته د تصدیق په نوم خنډونه جوړوي او غوښتنه یې وکړه چې په پوځي عملیاتو کې دې د ړنګ کړل شویو دوکانونو پوره معاوضه ورکړل شي.

موږ خپل ډک دوکانونه او سامانونه پرېښودل موږ دغه هر څه د ملک او ولس د امنیت په خاطر وکړل
حاجي داود

د دغه احتجاج یو ګډونوال حاجي داود د مې په نهمه مشال راډيو ته وويل چې د پوځي عملیاتو پر مهال دوی د سامانونو ډک دوکانونه پرېښودل چې د عملیاتو پر مهال خاورې شول: ''موږ هر څه پرېښودل. دا هر څه مو د ملک او ولس د امنیت په خاطر وکړل. موږ دوی سره وفا او دوی جفا وکړه. د پېښور های کورټ هم په دې اړه فېصله اورولې نو باید حکومت بايد نورې زموږ پیسې ونه ځنډوي.''

د میرامشاه د ړنګو شویو دوکانونو مالکان وایي حکومت ترې نور تفصيلات غواړي چې دوی لا واردمخه ورکړي دي. د دوی په وينا دوی د تصدیق له ټول عمل تېر شوي دي او باید نور ونه ځورول شي. په دغه احتجاج کې شامل د سیمې یو دوکاندار شیر ولي خان د مې په لسمه مشال رېډیو ته وويل چې حکومت د دوی تاوانونه لیکلي دي او د دغې مطابق دوی ته پیسې جاري شوې دي نو باید د نورو مالوماتو په مقصد دوی تنګ نه کړای شي.

شیر ولي خان زیاتوي: ''دومره زیاتی د ځناورو سره هم څوک نه کوي څنګ چې دوی د میرامشاه د تاواني شویو دوکاندارانو سره کوي. دوی موږ نه دا تپوسونه کوي چې پلار دې څوک دی، وروڼه دې څوک دي ګواهان راوله او داسې نورې بې ځایه پوښتنې کوي ما ورته یو ځل بیا ټول مالومات ورکړل. ګواهان مې هم ورته حاضر کړل. موږ خو څو څو ځل دغه مالومات ورکړي دي، خپل تاوانونه مو ورسره لیکلي دي خو بیا هم مثبت ځواب نه راکوي. باید د سیمې مرستیال کمشنر او نور انتظامي چارواکي زموږ په حال رحم وکړي.''

په ۲۰۱۴م کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد پوځي عملیا تر سره شوي ول. انځور: ارشیف
په ۲۰۱۴م کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد پوځي عملیا تر سره شوي ول. انځور: ارشیف

ضلعي انتظامیه وایي دوکاندارانو ته د رسېدلي تاوان په حساب پیسې ورکول کېږي چې پکې ځینو ته ۱۴ لکه، ځينو ته ۸ لکه او ځينو ته ۵ لکه روپۍ ورکول کېږي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر شاهد علي خان د مې پر نهمه مشال راډیو ته ویلي چې د سیمې د ړنګو شویو دوکاندارانو ته د معاوضو عمل یې پیل کړی دی او تر اوسه یې په څه نا څه ۷۰۰۰ دوکاندارنو کې ۱۶۰۰ ته معاوضې ورکړي دي او هر اونۍ دوی د یوې مخصوصې شمېرې پورې د دوکاندارنو لپاره د معاوضې چیکونه تیاروي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال د جون په میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړي وو او وروسته یې ادعا کړې وه چې یاده سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده. د دغو عملیاتو پر مهال د میرام شاه بازار هم ړنګ شوی وو.

XS
SM
MD
LG