د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د پوليو د څانګې يو ډاکټر تښتول شوی


په خيبر پښتونخوا کې پخوا هم د پوليو پر ډلو بریدونه شوي دي. دوی سره په هر کمپاين کې پولیس ګرځي. (تصویر له ارشيف په پېښور کې د پولیو واکسينو کمپاين)
په خيبر پښتونخوا کې پخوا هم د پوليو پر ډلو بریدونه شوي دي. دوی سره په هر کمپاين کې پولیس ګرځي. (تصویر له ارشيف په پېښور کې د پولیو واکسينو کمپاين)

په شمالي وزیرستان کې چارواکي وايي د پوليو يا ګوزن ضد واکسینو يو کارکوونکی ډاکټر تښتول شوی دی.‌

د صحت د څانګې ځايي چارواکي وايي‌ دغه سړی ډاکټر زیشان نومېده او د پولیو د يو ځانګړي پروګرام په لړ کې شمالي وزیرستان ته ورغلی وو. د شمالي وزیرستان د روغتيا د څانګې مرستيال مشر، ډاکټر شمس الرحمن د مې په ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې ډاکټر زیشان تېره ورځ تښتول شوی.

نوموړي زیاته کړه چې دوي د پولیو ضد کمپاینونو د عملي کولو په لړ کې له سترو چلينجونو سره مخامخ دي. هغه پر حکومت غږ وکړ چې د ټولو روغتيايي کارکوونکو امنيت دې یې خوندي کړل شي. هغه پر ولس هم غږ وکړ چې د پوليو معذورونکي وايرس مخنيوي لپاره دې د ډاکټرانو ملاتړ وکړي.

تر اوسه چا د دغه ډاکټر د تښتولو ذمه واري نه ده اخیستې. د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر شاهد علي د مې په ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې د تښتول شوي ډاکټر د خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي.

تر دې مخکې هم په خيبر پښتونخوا کې د پوليو پر ډلو بریدونه شوي او ځيني یې تښتول شوي چې ځيني یې د حکومتي‌ مذاکراتو په نتيجه کې خوشې شوي وو.

په شمالي وزیرستان کې په دې وروستيو کې د پولیو کيسونه له هغه وروسته زیات شول چې په تېر کمپاين کې په ځينو ځايونو کې ماشومانو ته واکسین نه وو شوي خو ګوتې یې رنګ شوې وي.

د مې په ۱۶مه مشال راډیو سره په خبرو کې د شمالی وزیرستان د ګوزڼ د مخنيوي پروګرام مشر ډاکټر شمس الرحمان وويل داسې ښکاري چې په دغه سیمه کې به پوليو نوره هم پسې زیاته شي." ۳ مثبتې پیښې راغلې دي او نورې به هم راځي. موږ نمونې استولي دي. داسې تمه ده چې اوس نورې ۱۲ مثبتې پېښې به هم راشي."

په همدې حال کې د میرعلي پولیس تاڼې یو چارواکي مشال راډیو ته وويل چې د مې په ۱۷مه، پر خیسور سړک د یو ځايي وګړي جسد موندل شوی دی. د چارواکیو په وینا وژل شوی تن ریژک نومیده او وسله والو دوه ورځې وړاندی تښتولی وو. تر اوسه د دغه کس په اړه نور معلومات نشته او نه یې هم کومې وسله والې ډلې په اړه څه ويلي دي.

XS
SM
MD
LG