د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې پولیو ضد پنځه ورځنی کمپاین پیل شو


په دې کمپاین کې به په خیبرپښتونخوا کې ۷۲ لاکه، په بلوچستان کې ۲۶ لاکه، په پنجاب کې دوه کروړه ۱۹ لاکه او په سیند کې ۹۹ لاکه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکې ورکول کېږي.
په دې کمپاین کې به په خیبرپښتونخوا کې ۷۲ لاکه، په بلوچستان کې ۲۶ لاکه، په پنجاب کې دوه کروړه ۱۹ لاکه او په سیند کې ۹۹ لاکه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکې ورکول کېږي.

په پاکستان کې د پولیو له منځه وړلو ادارې له خوا د مې له ۲۳مې په ټول ملک کې د پولیو ناروغۍ پرضد د څاڅکو ورکولو پنځه ورځنۍ مهم پیل شوی دی.

د یادې ادارې له خوا پر ویب پاڼه په ورکړل شویو معلوماتو کې راغلي چې په دې کمپاین کې به نژدې ۴۳.۳ میلیونه داسې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي چې عمرونه یې تر پنځه کاله کم وي.

یادې ادارې ویلي چې په دې کمپاین کې به ۳۴۰۰۰۰ ډلې کور پر کور ګرځي چې د څاڅکو ورکولو وړ ماشومانو پاتې نه شي.

په دې کې به په خیبرپښتونخوا کې ۷۲ لاکه، په بلوچستان کې ۲۶ لاکه، په پنجاب کې دوه کروړه ۱۹ لاکه او په سیند کې ۹۹ لاکه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکې ورکول کېږي.

پر دې مهال به له شپږو تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته د وټامن اې اضافي څاڅکي هم ورکول کېږي.

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو مخنیوي ادارې چارواکي وايي چې هلته په دې کمپاین کې ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو لپاره ۳۱ زره ډلې جوړې شوې دي او د هغوی د امنیت لپاره پولیس هم ګمارل شوي دي.

د یادې ادارې صوبايي مشر ندیم جان مشال راډیو ته وویل چې دوی پر ولس غږ کوي چې له دې ډلو سره مرسته وکړي او خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د مې پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د دې کمپاین پرانیسه کړې وه.

نوموړي پر دې مهال جوړې غونډې ته په وینا کې وفاقي او صوبايي حکومتونو او ضلعي انتظامیو ته لارښوونه کړې وه چې یاد کمپاین باید په سمه توګه ترسره شي.

نوموړي زیاته کړې وه چې د کمپاین پرمهال دې زمه واره کسان له څاڅکو د ماشومانو پاتې کېدو، د میندو او پلرونو انکاري کېدو او جعلي نوم لیکنې مسلې ته پام وکړي.

په شمالي وزیرستان کې د پولیو وایرس ولې نه ختمیږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:50:10 0:00

په پاکستان کې د پولیو ضد دا پنځه ورځنی کمپاین له هغه وروسته ترسره کېږي چې د صحت او ماشومانو څانګې یو نړیوال پلاوي د مې له ۱۶مې تر ۱۸مې پاکستان ته سفر کړی وو.

په دې کې د روغتیا نړیوال سازمان، په نړۍ کې د پولیو مخنیوي ادارې او د ماشومانو د حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسف مشران او استازي هم شامل وو.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په ۲۰۲۲م کال کې د پولیو درې پېښې ثبت شوي دي او دا ټولې په شمالي وزیرستان کې مخې ته راغلي دي.

د شمالي وزیرستان د صحت څانګې چارواکو مشال راډیو ته منلې وه چې هلته پولیو هغه ماشومان وهلي چې ګوتې یې رنګ شوې وې خو د پولیو ضد څاڅکي نه وو ورکړل شوي.

د شمالي وزیرستان د صحت څانګې مرستیال مشر ډاکټر شمس مشال راډیو ته وویل چې په شمالي وزیرستان کې د پولیو ناروغي موجوده ده.

ده وویل، ولس ته خواست کوي چې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره دې د صحت څانګې ورتلونکو ډلو سره مرسته وکړي او خپلو ماشومانو ته دې د پولیو ضد څاڅکي ورکړي.

XS
SM
MD
LG