د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان: د میرامشا د ړنګ بازار دوکاندارانو احتجاجي پرلت دوام لري


د شمالي وزيرستان د میرامشا بازار دوکانونه په ۲۰۱۴ز کال کې د وسله والو او پاکستاني پوځ د نښتو له امله ړنګ شوي ول: انځور له ارشیفه
د شمالي وزيرستان د میرامشا بازار دوکانونه په ۲۰۱۴ز کال کې د وسله والو او پاکستاني پوځ د نښتو له امله ړنګ شوي ول: انځور له ارشیفه

د شمالي وزیرستان د ړنګ شوي بازار د دوکاندارانو احتجاجي پرلت د مې په ۱۴مه هم دوام لري.

د مې پر نهمه د پیل شوي پرلت ګډونوال وايي چې په ۲۰۱۴ز کال کې د ضرب عضب پوځي عملياتو پر وخت د دوی دوکانونه له مینځه تللي او د کروړونو روپیو تاوانونه ورته اوښتي دي نو ځکه بايد حکومت ورته د معاوضې ټولې پيسې ورکړي. دوی غوښتنه کوي چې ځايي انتظاميه دې د پيسو په ورکولو کې خنډونه نه جوړوي.

د ميرامشاه بازار د کميټۍ مشر رحيم شاه پرون (د مې پر ۱۳مه) مشال راډيو ته وويل چې په یاد بازار کې ۱۲ زره دوکانونه وو او د پوځي عملياتو پرمهال له ۶۰۰۰ زيات دوکانونو تصديق شوي چې دا ړنګ شوي او پيسي ورته هم مختص شوي دي خو د دي باوجود تاوانونه نه ورکول کېږي.

د شمالي وزيرستان د میرامشا بازار دوکانونه په ۲۰۱۴ز کال کې د وسله والو او پاکستاني پوځ د نښتو له امله ړنګ شوي ول. هغه کال د پاکستان پوځ ضرب عضب عمليات کړي ول او حکومت هغه مهال او بيا وروسته څو ځلې اعلانونه وکړل چې ټولو دوکاندارانو ته به د مارکېټ بيا جوړولو لپاره پيسې ورکول کېږي.

په دې لړ کې، ځينو کسانو ته پیسې ورکړل شوي خو دوکانداران شکايت لري چې يا دا پیسې کمې دي او يا هم په ډېر ځنډ ورکړل شوي دي.

د میرامشا ړنګ بازار سره پاکستاني سرتیري ولاړ دي: انځور له ارشیفه
د میرامشا ړنګ بازار سره پاکستاني سرتیري ولاړ دي: انځور له ارشیفه

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر شاهد علي خان په وار وار مشال راډیو ته ویلي چې دوکاندارانو ته یې د پيسو ورکول پيل کړي او ۱۶۰۰ ته يې د معاوضو چېکونه سپارلي دي. دوکاندان له تېرې يوې اوونۍ راهيسي په احتجاج دي.

دې دوکاندارانو تر دې مخکې هم مظاهرې کړې دي خو مسله یې حل شوې نه ده. د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د اپرېل پر ۲۱مه شمالي وزیرستان ته تللی وو او هلته یې له ځايي مشرانو سره په ملاقات کې د نورو مسایلو تر څنګ د ميرامشا د دوکاندارانو دا مسله هم واورېده. نوموړي هم ويلي ول چې د نورو مسايلو تر څنګ به دا مسله هم حلوي.

XS
SM
MD
LG