د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي‌ ټي ایم: حکومت دې شمالي‌ وزیرستان او شاوخوا سیمو کې د بریدونو مخه ونیسي


د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او ګڼو پلویانو د مې پر ۱۹مه د بنو په جانیخېلو کې تر هدفي حملې او په بکاخېلو کې تر چاودنې وروسته په بنو کې احتجاج وکړ. (انځور: ارشیف)
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او ګڼو پلویانو د مې پر ۱۹مه د بنو په جانیخېلو کې تر هدفي حملې او په بکاخېلو کې تر چاودنې وروسته په بنو کې احتجاج وکړ. (انځور: ارشیف)

پښتون ژغورنې غورځنګ پر حکومت غږ کړی دی چې سمدستي دې په شمالي وزیرستان او شاوخوا سیمو کې د حملو مخه ونیسي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او ګڼو پلویانو د مې پر ۱۹مه د بنو په جانیخېلو کې تر هدفي حملې او په بکاخېلو کې تر چاودنې وروسته په بنو کې احتجاج وکړ.

احتجاج کوونکو له حکومت څخه وغوښتل چې د وسله والو پرضد دې پرېکنده اقدام وکړي.

د غورځنګ یوه مشر لطیف وزیري مظاهرې ته په وینا کې وویل، له دوو لسیزو راهیسې حملې روانې دي چې دوی یې د درېدو غوښتنه کوي.

ده وویل، "نن یو ځل بیا د نوي جنګ اغاز شوی دی. [د مې پر ۱۹مه] هم په جانیخېلو کې بله [هدفي وژنه] شوې ده. له ۲۰ کلونو راهیسې موږ لګیا یو، د ملک واکدارانو ته سوالونه کوو چې له دې خاورې څخه دې دا پردی جنګ ختم کړي."

پښتون ژغورنې غورځنګ دا مظاهره پر داسې مهال کړې چې د مې پر ۱۹مه په جانیخېلو کې وسله والو د اېف سي یو سرتېری وواژه.

پولیس وايي، د ایف سي ځواک دا غړی عمر حیات کلي ته په چوټۍ تللی وو چې وسله والو د کور مخې ته وویشت.

تر دې مخکې، د مې پر ۱۹مه سهار د شمالي وزیرستان د میرلي کالج دوه ښوونکي په خپل ګاډي کې روان ول چې په بکاخېلو کې په چاودنه کې ژوبل شول.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، وسله والو د ښوونکو په ګاډي پورې مقناطیسي بم نښلولی وو خو د بنو یوه پولیس چارواکي پرون مشال راډیو ته ویلي ول چې د شېر علي وزیر او انور خان داوړ ګاډی د سړک غاړې بمي چاودنې ښکار شوی دی.

د دواړو پېښو ذمه واري چا نه ده منلې.

په شمالي وزیرستان او شاوخوا سیمو کې د وسله والو له خوا بریدونو په دې وروستیو کې ترپخوا زور اخیستی او نژدې هره ورځ څه نا څه پېښه کېږي.

د مې پر ۱۹مه هم وسله والو په میرلي کې د نجونو پر یوه ښوونځي بمي حمله کړې ده خو پکې ځاني زیان نه دی شوی.

د میرلي تاڼې په یوه بیان کې ویلي چې برید هغه مهال شوی چې نجونو په ښوونځي کې د ۱۰م ټولګي ازموینه ورکوله. پر سکول د بمي حملې ذمه واري هم چا نه ده منلې.

انتظامیې د غورځنګ د مظاهرې او انتقادونو په غبرګون څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې دا خبره تکرار کړې چې په شمالي وزیرستان او جانیخېلو کې یې د وسله والو پرضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی او د سیمې امنیت ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG