د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې هدفي بريد: خواښې وژل شوې او نږور ژوبله شوې ده


د شمالي وزيرستان نقشه ــ انځور له ارشيفه
د شمالي وزيرستان نقشه ــ انځور له ارشيفه

په شمالي وزیرستان کې ناڅرګنده وسله والو په یو هدفي برید کې یوه مېرمن وژلې او بله یې ژوبله کړې ده.

د شمالي وزیرستان پولیس او ځايي خلک وايي، دا پېښه د جون پر ۱۲مه د دوسلې تحصیل په اسدخېلو کلي کې وشوه.

د دوی په وینا، دا خواښې او نږور غره ته په لرګیو پسې تللې وې چې مخپټو وسله والو پرې ډزې کړې دي. دوی زياتوي چې خواښې پر هغه ځای وژل شوې خو نږور يې په ژوبل حالت کې روغتون ته رسول شوې ده.

تر اوسه هېچا د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې. په شمالي وزیرستان کې تر دې وړاندې هم پر مېرمنو بریدونه شوي دي.

تر دې وړاندې په روان کال (۲۰۲۲ز) کې په شمالي وزیرستان کې ټول ۲۱ هدفي بريدونه شوي ول چې په دوو کې پوليس او پاتو کې ولسي وګړي په نښه شوي ول. تېر کال (۲۰۲۱ز) هلته ۶۳ هدفي بریدونه شوي ول.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. د دوی په وينا په نښه شوي زیاتره ولسي وګړي دي او کله هم چا د دوی د وژلو ذمه واري نه ده منلې.

بلخوا پولیسو په بيا بيا ويلي چې دوی د هدفي وژنو پلټنې کوي خو تر اوسه یې څوک نه دی نيولی.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو له تيرو څلورو کلونو راهيسې هلته هدفي وژنې پیل شوې چې تر ننه دوام لري.

ځايي خلک وايي چې وسله وال بيا منظم شوي دي. دوی په سيمه کې د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد په وار وار مظاهرې، پرلتونه او احتجاجي جلسې هم کړې دي، خو حکومت وايي چې هلته يې د وسله والو پرضد ځانګړي عمليات پیل کړي او امنيتي ځواکونه کوښښ کوي چې خلکو ته ارام او امن ژوند برابر کړي.

بلخوا د پاکستان حکومت له تحريک طالبان پاکستان سره د سولې مذاکرات هم کړې دي. د دې مذاکراتو په نتيجه کې د دواړو خواوو ترمنځ اوربند هم شوی خو بریدونه لا هم نه دې درېدلي.

XS
SM
MD
LG