د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د ۳ سرتېرو په شمول یوشمېر کسان وژل شوي دي


پاکستاني پوځيان په شمالي وزیرستان کې د ګزمې په مهال - پخوانی انځور.
پاکستاني پوځيان په شمالي وزیرستان کې د ګزمې په مهال - پخوانی انځور.

په شمالي‌وزیرستان کې په دوو بېلابېلو پېښو کې د درې پوځيانو په ګډون یوشمېر کسان وژل شوي او ژوبل دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر ۱۵مه په یوه بیان کې ویلي چې يوه ورځ مخکې (د مې په ۱۴مه) د میرلي په عیدک کې د پوځ پر ګاډي په ځانمرګي برید کې درې سرتېري ووژل شول او درې ماشومان ووژل شول. په بیان کې راغلي دي چې په برید کې درې سرتېري ټپیان هم دي.

خو د شمالي وزیرستان انتظامیې یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د نوم نه ښوولو په شرط د مې پر ۱۵مه مشال راډيو ته وویل چې په پېښه کې درې سرتېري او یوه ماشومه وژل شوي او درې پوځیان او درې ماشومان ژوبل دي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف پر سرتېرو پر برید خپګان ښوولی دی. هغه پر ټوېټر ليکلي‌ چې د سرتېرو د برید غچ به د ترهګرۍ د ختمولو په شکل کې اخلي.

میرامشا کې هدفي برید

بلخوا پولیس چارواکو مشال رېډیو ته ویلي چې د مې ۱۴مې پر ماښام د میرامشا په ډانډې سیمه کې وسله والو د یو دوکان مخې ته پر ناستو ځايي کسانو ډزې کړي چې پکې څلور تنه وژل شوي او یو ماشوم ژوبل دی.

له دې سره سږ کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي حملو شمېر ۱۶ ته ورسېد.

تر اوسه چا د دې حملو ذمه واري نه ده منلې.

اکثر د دې بریدونه ذمه واري‌ تحريک طالبان پاکستان منلې چې د راپورونو تر مخه یې د پاکستان امنيتي ادارو سره د سولې مذاکرات کړي دي.

د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یو مشر د نوم نه ښوولو په شرط د مې پر ۱۴مه مشال راډیو ته ویلي وو چې د مسیدو قام يوې ۳۲ کسیزې جرګې د مې په ۱۳مه د ټي ټي پي له مشرانو سره د افغانستان په برمل کې ملاقات وکړ. د هغه په خبره دوی د سیمې په امنیت خبری کړې دي.

د پاکستان حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې دوه مهم قوماندانان په دې موخه په افغانستان کې طالب چارواکو ته سپارلي چې که له هغې ناقانونه ډلې سره یې د سولې خبرې بریالۍ شي، نو هغوی به خوشې شي.

له دې پرمختګونو باخبره سرچینو مشال راډیو ته ویلي دي چې د دغو قوماندانانو نومونه، مسلم خان او محمود خان دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته سپارل شوي.

XS
SM
MD
LG