د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې يو بل ماشوم ګوزڼ وهلی


د پاکستان حکومت د ۲۰۲۲ز کال د مې په وروستيو کې د ټول هېواد پر کچ پینځه ورځنی واکسیني کیمپېن تر سره کړ ــ انځور له ارشيفه
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۲ز کال د مې په وروستيو کې د ټول هېواد پر کچ پینځه ورځنی واکسیني کیمپېن تر سره کړ ــ انځور له ارشيفه

د شمالي وزیرستان روغتیا اداره وايي، په هغه ضلع کې یو بل ماشوم ګوزڼ وهلی دی. د روغتیا ادارې مرستیال مشر ډاکتر شمس الرحمان د جون دويمې پر ماښام مشال راډیو ته وویل، له دې سره سږ کال په په شمالي وزیرستان کې د ګوزڼ وهلیو ماشومانو شمېر اووه ته ورسېد.

نوموړي وویل، تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي هغه ماشومان چې په تېرو کیمپېنونو کې نه دي واکسین شوي، د ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

"دا وبا اوس زموږ په وزیرستان کې هر ځای [خپره] شوې ده. هغه ماشومان چې سم نه دي واکسین شوي او لږترلږه اووه [ځلې یې څاڅکي نه وي څښلي] له خطر سره مخامخ دي او وایرس ورباندې [حمله] کولای شي."

ډاکتر شمس الرحمان زیاته کړه چې د ناروغۍ د کنټرول لپاره د جون پر شپږمه نېټه بیړنی واکسیني کیمپېن پیلوي. دا په داسې حال کې ده چې د مې پر ۲۸مه په پاکستان کې د پولیو پینځه ورځنی واکسیني کیمپېن پای ته ورسېد.

د شمالي وزیرستان روغتیا اداره وايي، په هغه ضلع کې د نویو پېښو ثبتېدو لامل د روغتیايي کارکوونکو له خوا په سم ډول واکسیني کمپېن نه کول دي. اداره زیاتوي چې د هغو کارکوونکو پرضد یې اقدامات کړي دي چې په تېرو وختونو کې یې بې له واکسینه د ماشومانو ګوتې رنګ کړې وې او نومونه یې ثبت کړي ول.

په پاکستان کې چې ماشومان د پولیو واکسیني څاڅکي وخوري نو روغتیايي کارکوونکي یې نوم او پته په رجسټر کې درجوي او ګوته یې رنګوي چې دا د هغوی د واکسینېدو یو ثبوت وي.

روغتیايي چارواکو اټکل کړی چې ښايي د پولیو وایرس تر ۲۰۰ ماشومانو پورې رسېدلی وې چې له کبله یې په شمالي وزیرستان کې د نورو مثبتو پېښو ویره ده.

د خيبر پښتونخوا حکومتي چارواکو په وار وار ويلي چې دوی د ګوزڼ ضد کيمپېنونو څارنه کوي او د هر هغه روغتيايي کارکوونکي پرضد رسمي کارروايي کوي چې د کيمپېن پر مهال يې بېغوري کړې وي.

چارواکي وايي، هڅه کوي چې د دیني عالمانو په مرسته میندې او پلرونه هم د بچیو واکسینولو ته وهڅوي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس لا هم موجود دی.

په ۲۰۲۱ز کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ یوازې یوه پېښه ثبت شوې وه خو د ۲۰۲۲ز کال له اپرېل راهیسې پکې اووه ماشومان د پولیو ښکار شول چې ټول د شمالي وزیرستان اوسېدونکي ول.

XS
SM
MD
LG