عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
مشال راډیو هڅه وکړه چې له شاه محمد وزیر سره خبرې وکړي، خو په رابطې ورسره و نه توانېدو. البته هغه پر خپله فېسبوک پاڼه په بیان کې لیکلي دي چې د انتخاباتي کمېشن له پرېکړې خبر شوی او پرضد به یې درخواست کوي.
د شمالي وزيرستان په ميرلي کې پولیس چارواکو او ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې د جنورۍ ۳۱ مه د ميرلي په نورک سیمه کې یو ځايي اوسېدونکی محمد ولي په خپل ګاډي کې روان وو چې بمي بريد په نښه کړ. د دوی په وينا په دې پېښه کې د هغه ګاډی هم تباه شوی دی.
د دته خېلو یو اوسېدونکی یاسین خان هم په خپله سیمه کې د بجلۍ، سړک او د ژوند نورو اسناتیاوو غوښتنه کوي.
د جرګې یو ګډونوال او د شمالي وزیرستان د سیاسي اتحاد مشر خلیل وزیر د جنورۍ پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، په دې جرګه کې د امنیت په چارو ډېرې خبرې وشوې
د دته خېلو مداخېلو حلیم خان چې له اووه کلنې کډوالۍ پس له افغانستانه په وزیرستان کې خپل کلي ته ستانه شوی دی وايي، له مرستو بې برخې دي، ماشومان یې په خېمو کې شپې ورځې سبا کوي.
د احتجاج یوه ګډونوال ملک ګل سادم وايي، دوی د امن لپاره خپل تیار ودان کورونه پرېښول چې خاورې ته یې کراري راشي. پکار ده امنیتي ځواکونه په سیمه کې امن پر ځای کړي او بې ګناه خلک دې بې ځایه نه ځوروي.
د لطیف وزیر په وینا دا دی اته میاشتې په پوره کېدو خو د حکومتي وعدو د پوره کېدو هېڅ پته نه لګېږي.
یوه امنیتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د جنورۍ پر دویمه مشال راډیو ته وویل، د اتوار پر ورځ د سړک غاړې ښخ بم چاودنه د سپینوام په ټيټي مده خېل کې پر داسې مهال شوې چې د پوځیانو ګاډي له سیمې تېرېدل.
حکومت د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ څخه د دیسمبر تر ۳۱مې پورې په شمالي وزیرستان کې د شویو هدفي بریدونو شمېر۶۰ ښيي خو د مشال راډيو کره معلومات څرګندوي چې دا بریدونه ۶۳ ول. د چارواکو په خبره په دې حملو کې له ۷۰ څخه زیات کسان وژل شوي او زخميان شوي دي.
یو امنیتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو کولو اجازه نه لرله مشال راډیو ته وویل چې وسله والو د ډېسېمبر ۳۰مې پر سهار د میرلي په کرکڼه پر امنیتي ځواکونو حمله وکړه چې پکې څلور سرتېري ووژل شول.
د امنیتي ځواک یوه غړي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له کبله د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا بریدونه په شوه تحصیل کې شوي دي.
د پولیسو مشر عقیق حسین د ډېسېمبر پر ۱۶مه مشال رېډيو ته وویل چې وسله والو پر چارشنبه شپې مهال په غلام خان سیدګي کې د پولیسو پر یوه امنیتي پوسته حمله وکړه چې پکې یو پولیس سرتېری ووژل شو او دوه نور ژوبل شول.
د سیمې چارواکي وايي چې له تېرو څلورو ورځو نه د شمالي وزیرستان په میرلي کې د عیدک او بوراخېلو ترمنځ د سپکو او درنو ډزو تبادله کېږي او دواړه لوري د یو بل پر ضد غرونو ته ختلي دي.
د میرلي پولیسو تاڼې چارواکي وايي، دوو پټمخیو موټرسایکل سورو وسله والو د میرلي روغتون مخې ته پر یوه ځايي کس بادشاه زمان ډزې وکړې او هغه یې ځای پر ځای وواژه او دوی دواړه وتښتېدل.
پرلت والو مشال راډیو ته ویلي چې مخکې یې د نومبر پر ۳۰مه وروسته تر هغې په سیمه کې پرلت پیل کړ چې هم په هغه ورځ امنیتي سرتېرو یو ځايي تن د ترهګرۍ په تور په خپل کور کې دننه د بچیو مخې ته ووژلو.
پرلتوال وايي، چې حکومت د مارچ او جون په میاشتو کې خپل پرلتونه په حکومتي ژمنه پای ته ورسول خو زیاتوي اوس بیا احتجاج کولو ته ځکه اړ شوي دي چې له دوی سره کړې ژمنې نه دي عملي شوې.
د میرامشا ګرلز ډیګري کالج پرنسیپله ناهید خان وزیره وايي، کالج یې په چاوڼۍ کې دی او دغلته زده کوونکې روزانه په تګ راتګ کې ستونزې لري
نور وښیئ