د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د پوليو واکسينو ځانګړی کمپاين پيل شوی


په پاکستان کې دا کال ۸ ماشومان ګوزڼ وهلي چې ټول په شمالي وزیرستان کې دي (انځور له ارشيفه)
په پاکستان کې دا کال ۸ ماشومان ګوزڼ وهلي چې ټول په شمالي وزیرستان کې دي (انځور له ارشيفه)

په شمالي وزیرستان کې د جون په اوومه د هغه اووه ورځني کمپاين دوهمه ورځ ده چې په دغه ضلعه کې د پوليو کېسونو تر زياتېدو وروسته ځانګړی بيړنی کمپاين پيل شوی دی.

د شمالي وزیرستان د صحت څانګې مشر ډاکټر وزیر خان صافي د جون په شپږمه مشال راډیو ته وویل چې په دې بهیر کې به هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر څلورو میاشتو پورې وي، د پولیو څاڅکي ورکول کېږي او تر پنځو کلونو پورې عمر لرونکو ماشومانو ته به ستنې وهل کېږي.

نوموړی زیاته کړه: "موږ به ۱۲۰ زره ماشومانو ته د پولیو څاڅکي او ۱۱۲ زرو ماشومانو ته به د پولیو ستنې ورکوو. له ټولو کورنيو مو غوښتنه ده چې موږ سره د واکسینو په دې کمپاين کې همکاري وکړي."

روغتيايي چارواکي وايي په پاکستان کې سږ کال د پولیو اته کېسونه تر دې مهاله ثبت شوي چې ټول یې په شمالي وزیرستان کې دي نو دوی ځکه د پولیو د مخنیوي د څاڅکو د ورکولو دا ځانګړی بهیر په شمالي وزیرستان کې پیل کړی دی.

د شمالي وزیرستان د صحت څانګې مرستيال ډاکټر شمس الرحمن وايي که مېندې او پلرونه خپلو بچیو ته د پوليو مخنيوي څاڅکي نه ورکوي نو د دغه وايرس مخه نه شي نيول کېدای. هغه تېره اونۍ د څو پوليو کېسونو له راتګ وروسته، مشال راډيو ته وويل: "که د وزيرستان ولس موږ سره مرسته ونه کړي او يو ماشوم هم د پوليو مخنيوي له څاڅکو پاتې شي نو دا وایرس به ختم نه شي."

د مې په مياشت کې د شمالي وزيرستان د رزمک ډويژن د شاخيمار او شاوخوا کليو اوسېدونکو احتجاجاً خپلو ماشومانو ته د پوليو واکسينو له ورکولو انکار کړی دی. دوی په يوه جرګه کې پرېکړه کړې چې ترهغې چې د دوی په سرکاري هايي سکول کې د استادانو حاضري يقینی نه شي، خپلو ماشومانو ته به د پوليو څاڅکي نه ورکوي.

د دې تر څنګ په شمالي وزيرستان کې يو شمير روغتيايي چارواکو مشال راډيو سره په خبرو کې منلې وه چې په تېرو وختونو کې یې د ګوزڼ د مخنيوي د واکسينو د څاڅکو له ورکولو پرته د ماشومانو ګوتې رنګ کړې وې. په پاکستان کې چې ماشومان د پولیو واکسیني څاڅکي وخوري نو روغتیايي کارکوونکي یې نوم او پته په رجسټر کې درجوي او ګوته یې رنګوي چې دا د هغوی د واکسینېدو یو ثبوت وي.

پوليو معذورونکی وایرس دی چې که کوم ماشوم پرې اخته شي هغه ترې بيا نه رغيږي خو ځان ساتل ترې په واکسینو کيدلی شي. افغانستان او پاکستان د نړۍ يوازيني هغه دوه هېوادونه دي چې دا وايرس لا هم پکې شته دی.

XS
SM
MD
LG