د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان: يو سرتېری وژل شوی او درې ژوبل شوي


په شمالي وزيرستان کې د پاکستان امنيتي سرتېري د ګزمې پر مهال ــ انځور له ارشيفه
په شمالي وزيرستان کې د پاکستان امنيتي سرتېري د ګزمې پر مهال ــ انځور له ارشيفه

د شمالي وزیرستان د امنیتي چارواکو په وينا په رزمک او میرامشا کی په دریو بېلا بېلو پېښو کی یو امنیتي سرتېری وژل شوی او د دریو زده کونکو په ګډون پکې شپږ تنه ژوبل شوي دي.

په میرامشاه کې د پاکستاني پوځ يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو وویل چی نن (د جون پر ۱۷مه) د میرامشا په خیر کلي سیمه کې وسله والو پر سرتېرو ډزې کړي چې پکې یو پوځي وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې بلخوا د رزمک ډویژن د دوسلي تحصیل په جامل خیل سیمه کې هم د امنیتي سرتېرو پر ګاډي د سړک غاړې بمي چاودنه شوې چې پکې دوه امنیتي عسکر ژوبل شوي دي.

په درېيمه پېښه کې د رزمک د یو سکول پر زده کونکو یو لوبډوله بم چاودېدلی چې پکې د سکول درې زده کوونکي ژوبل شوي دي.

تر اوسه هېچا د دې پېښو ذمه واري نه ده منلې. په شمالي وزیرستان کی په دا وروستیو کې پر امنیتي سرتېرو او عامو خلکو بمي چاودنې او هدفي بریدونه زیات شوي دي.

تر دې وړاندې په روان کال (۲۰۲۲ز) کې په شمالي وزیرستان کې تر ۲۰ زيات هدفي بريدونه شوي چې په دوو کې پوليس او پاتو کې ولسي وګړي په نښه شوي ول. تېر کال (۲۰۲۱ز) هلته ۶۳ هدفي بریدونه شوي ول.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. د دوی په وينا په نښه شوي زیاتره ولسي وګړي دي او کله هم چا د دوی د وژلو ذمه واري نه ده منلې.

بلخوا پولیسو په بيا بيا ويلي چې دوی د هدفي وژنو پلټنې کوي خو تر اوسه یې څوک نه دی نيولی.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو له تيرو څلورو کلونو راهيسې هلته هدفي وژنې پیل شوې چې تر ننه دوام لري.

ځايي خلک وايي چې وسله وال بيا منظم شوي دي. دوی په سيمه کې د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد په وار وار مظاهرې، پرلتونه او احتجاجي جلسې هم کړې دي، خو حکومت وايي چې هلته يې د وسله والو پرضد ځانګړي عمليات پیل کړي او امنيتي ځواکونه کوښښ کوي چې خلکو ته ارام او امن ژوند برابر کړي.

بلخوا د پاکستان حکومت له تحريک طالبان پاکستان سره د سولې مذاکرات هم کړې دي. د دې مذاکراتو په نتيجه کې د دواړو خواوو ترمنځ اوربند هم شوی خو بریدونه لا هم نه دې درېدلي.

XS
SM
MD
LG