عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د بنو د پولیسو یوه چارواکي محمد زمان خان مشال راډیو ته وویل چې پولیس سرتېري کامران د اګست پر نهمه پر میریان سړک د ګوزڼ څاڅکو ورکوونکې ډلې د امنیت دنده ترسره کوله چې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې چې پکې هغه ژوبل شو.
د هغې جرګې مشرانو د ناستې تر پیلېدو وروسته اعلان کړی وو چې تر هغو چې یې ټولې پرېکړې نه وي کړې نو ولسي مشران به له حکومتي او پوځي چارواکو سره په ناستو او غونډو کې ګډون نه کوي.
بلخوا د چارواکو او ځايي ولس په وينا د اګست پر اوومه په ميرلي کې مخپټو وسلوالو د جمعیت علمای اسلام (ف) د رسنیو څانګې پر ځايي مشر جاوېد نور داوړ بريد وکړ چې په نتيجه کې يې هغه ژوبل شو.
یوه امنیتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د نوم نه ښوولو په شرط یې مشال راډیو ته وویل چې حمله د اګست پر اوومه ډېورنډ کرښې ته نېږدې د غلام خان تحصیل په سیدګي سیمه کې شوې ده.
د هغې ضلعې انتظامي مشر ریحان ګل خټک د اګست پر پینځمه شپې مهال مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د شنبې یا خالي پر ماښام شاوخوا شپږ بجې د رزمک له مهاجر بازار سره نېږدې د قیصر کونډي پر ګاډي برید وکړ.
د میرلي او میرامشا چارواکو د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې مخ پټو وسلوالو د اګست پر درېیمه د شپې مهال په میرلي ایپي او عیدکو کې د ارمان خان او ضیا الله په نامه دوه کسان ویشتلي دي او برید کونکي تښتیدلي دي.
د خبریالانو مرکز مخې ته د اګست پر درېیمه د مظاهرې ګډونوالو مشال راډیو ته وویل چې انتظامیه دې د میرامشا بازار د دوکاندارانو په څېر دوی ته هم پیسې ورکړي چې خپل کورونه اباد کړای شي.
افشین جاوېد وايي چې د بنو لومړۍ سوکوهونکې (باکسره) ده. نوموړې وايي، پینځه کاله مخکې یې پر داسې مهال لوبې پیل کړې چې په بنو کې د نجونو سپورټي هلې ځلې نااشنا کار بلل کېده. افشین جاوېد اوس هم هره ورځ په برقعې کې کلب ته ځي او هلته له خپل روزونکي زده کړه کوي. نور په دې ویډیو کې.
دوی د جولای په ۲۶مه په میرامشا پریس کلب کې خبري غونډه درلودله. د هغوی مشرانو وویل، د حکومت د ژمنو او اعلانونو باوجود کلونه موده ووته خو ورته د ړنګو دوکانونو او مارکیټونو د معاوضې پیسې نه دي رسېدلې.
عرفان پیرزاده د جولای پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې د بنو عدالت قاضي د چارشنبې (شورو) پر ورځ د اورېدنې پر مهال پر هغه لګېدلي تورونه ناسم وبلل او د بري کولو امر یې وکړ.
د سیمې یو مشر ملک لیاقت خان مشال راډیو ته وویل چې یوشمېر قبیلې په خپلو کې د ځمکو په سر لانجې لري چې امله یې حالات ورځ تر بلې کړکېچن کېږي. هغه وویل چې که حکومت هغه ستونزه حل نه کړي نو په راتلونکي کې ترې د کور په کور دښمنۍ جوړیدو وېره ده.
د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر سلیم ریاض، او هلته امنیتي چارواکیو مشال راډیو ته ویلي چې وسله والو د جولايي پر ۱۱مه سهار وختي د میرعلي په موسکي سیمه کې پر امنیتي پوسته برید کړی دی.
د جولايي پر نهمه شویو دې احتجاجونو کې د امنیت په اړه د پاکستان پر ریاستي ادارو او د هغوي پر تګلارو نیوکې شوې دي.
د سیمې خلک وايي، د ناامنۍ پېښو یو وارې بیا خلک اړ کړي چې کډې په اوږ کړي او له شمالي وزیرستانه د باندې خوندي ځایونو کې ژوند پيل کړي.
د میرامشاه د پولیسو د تاڼې یو مسوول او د پوځ یو لوړپوړي چارواکي د نومونو نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، د جولای پر پنځمه د حمید الله شهید پوستې سره نږدې د پوځ یوه قافله د تېرېدو په حال کې وه چې د منتظرو ګاډو له منځه ځانمرګي بریدګر خپل ګاډي وویست او د پوځي ګاډي سره یې وجنګاوه.
د پي ټي اېم پېښور ښار رابطه کار ډاکټر مشتاق احمد تېره ورځ ناوخته مشال راډيو ته وويل چې امنيتي ځواکونو ګيله من وزير د پېښور هوايي ډګر په دروازه کې ونیولو.
د میرامشا پولیسو يو افسر د نوم نه ښوولو په شرط د جولای پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې وسله والو په رزمک کې د ملک نسيم په نوم يو ځايي مشر په نښه او وواژه. په بريد کې دوه کسان زخميان هم دي.
د مشال راډیو له ساتلیو معلوماتو سره سم، له دې تازه پېښې سره په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۲۳م کال له پیله تر اوسه د هدفي بریدونو شمېر ۲۱ ته پورته شوی دی.
احتجاج د جون پر نهمه په میرعلي کې پیل شوی چې وروسته ميرامشاه ته يوړل شو او هلته يې پرلت وواه.
د جون پر ۲۴مه په میرامشا کې د احتجاج په مهال ښځینه زده کونکو او استادانو وویل چې په وروستیو کې هلته د تعلیم څانګې مشرې او نورو استادانو پرضد پر ټولنیزو رسنیو کمپاین پیل شوی چې له وجې یې پر هغوی ټولنیز او ذهني فشارونه زیات شوي او د زده کړې عمل یې ورسره اغېزمن شوی دی.
نور وښیئ