د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې په بریدونو کې ۲ تنه وژل شوي، ۳ ژوبل دي


د بنو په چاوڼۍ کې پولیس او پوځيان د پهرې او ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
د بنو په چاوڼۍ کې پولیس او پوځيان د پهرې او ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په بنو او شمالي وزیرستان کې په څلورو جلا، جلا بریدونو کې دوه تنه وژل شوي او درې ژوبل شوي دي.

د بنو د چاوڼۍ یا کینټونمېنټ تاڼې یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د سېپټېمبر پر ۲۷مه په بنو کې وسلوالو د بکاخېلو سیمې یو ځايي مشر او سوداګر ملک شوال نور وویشت او هغه یې وواژه.

د چارواکي په خبره، وسلوالو د بنو په بکاخېلو کې پر یو بل ځايي مشر تاجولي برید وکړ او هغه یې ژوبل کړ.

په همدې حال کې په شمالي وزیرستان کې پولیسو ویلي دي چې وسلوالو د سېپټېمبر پر ۲۷مه په میرلي کې یو ځايي اوسېدونکی صدیق الله وژلی دی.

پولیس وايي، وسلوالو د سېپټېمبر پر ۲۸مه د میرامشا پر بویه پاس سړک په برید کې دوه تنه ژوبل کړل.

پولیس وايي، وسلوال تر څلورواړو پېښو وروسته تښتېدلي چې لټون یې روان دی.

چارواکي زیاتوي چې د پېښو مقدمې یې دایرې کړې دي.

تر اوسه چا د بنو او د شمالي وزیرستان د بریدونو ذمه واري نه ده منلې.

د مشال راډیو جمع کړي ارقام ښيي چې په ۲۰۲۳ز کال کې تر اوسه په شمالي وزیرستان کې ۴۰ بریدونه شوي دي چې پکې شاوخوا ۴۵ کسان وژل شوي دي.

په ۲۰۲۲ز کال کې په هغه ضلع کې ۴۶ بریدونه شوي ول چې پکې تر ۶۰ زیات ځايي مشران، ځوانان، فعالان، سیاستوالان، دیني عالمان او سرکاري کارکوونکي وژل شوي ول.

په شمالي وزيرستان کې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې دا ډول بریدونه کېږي او داراز، د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې د سږني اوړي له پیل راهیسې د امنیت وضع خرابه شوې ده.

ځايي ولس د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي. حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۲۱مه په شمالي وزیرستان کې د دوو او د بنو په ځونیخېلو (جانيخېلو) کې د شپږو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

پر هم هغه ورځ په میرلي کې وسلوالو له غره څخه څلور توغندي وورول چې دوه یې په یو خالي میدان او دوه پر یو کور ولګېدل چې پکې د یوې ښځې په ګډون درې تنه ژوبل شول. د هغه برید ذمه واري چا نه وه منلې.

XS
SM
MD
LG