د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د زمکې پر سر سل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه


د عیدک او بوراخېل قامونو مشران
د عیدک او بوراخېل قامونو مشران

د شمالي وزیرستان میرعلي عیدک او بورا خېل قامونو د زمکې پر سر سل کلنه شخړه هواره او دښمني ختمه کړې.

د بوراخېل قام یو مشر ملک دلبر جان د اکتوبر پر دويمه مشال راډیو ته وویل چې دوی تېره ورځ په يوه جرګه کې پرېکړه وکړه چې دواړه قبیلې به نور د دوستانو په توګه د يو بل سره ژوند کوي. د هغه په وينا مسلسلو جرګې د لانجمنو زمکو نوې حد بندي وکړه او دا مسله هواره شوه.

هغه وايي: "موږ او عیدکو پر پلاسین سیمه شخړه درلوده. دا جنجال له سلو کلونو ډېره موده کېده چې روان وو. فیصلې پکې شوې وې خو عملي‌شوې نه وې. له دې وجې په دښمنۍ کې د دواړو غاړو ډير تاوانونه وشو. اخر موږ خپله پرېکړه وکړه چې دا مسله باید حل کړو. پر شوې پرېکړه خوشاله يو."

د دواړو قامونو مشرانو مشال راډيو ته ويلي چې دا لانجه له ۱۱۵ کلونو راهیسې روانه وه او تر اوسه پکې له دواړو غاړو له اتايوو زیات کسان وژل شوي وو. خو دواړو غاړو په دې وروستيوو کې د مسلې د حل لپاره يوه کمېټې جوړه کړه. په دې کمېټه کې د بېلابېلو قومي مشرانو ترڅنګ د شمالي وزیرستان انتظامي چارواکي هم وو.

د میرعلي تحصیلدار غني رحمان وزیر چې په جرګه کې شامل وو، مشال راډيو ته وويل چې د بوراخېل او عيدک قامونو ترمنځ د ستونزې په حلېدو خوشاله دی. هغه زیاته کړه چې غواړي د نورو قبيلو ترمنځ هم د زمکو پر سر شخړې حل او دښمنيانې پر دوستۍ بدلې شي.

د ۲۰۲۳ کال په اپريل کې د شمالي وزیرستان د درپه خېلو مشرانو له انتظامیې غوښتنه کړې وه چې په دغه ضلعه کې د ځمکو د لانجو د هواري ټولې فیصلې عملي کړي. هغوی د د میرامشا د خبریالانو مرکز مخې ته په مظاهره کې ويلي وو چې د پخوانیو فیصلو نه عملي کېدل د قبیلو ترمینځ د شخړو د پراخېدو لامل کېدای شي.

د ضلعې مرستیال کمېشنر ریحان ګل خټک مشال راډیو ته ويلي چې د زمکو پر سر رامنځته کېدونکو ستونزو د حل لپاره یې بېلابېلې جرګې جوړې کړي. هغه زیاته کړې وه چې هڅه کوي چې په شخړو کې ښکېلې قبیلې له جنجاله وژغوري.

په همدې حال کې د نړیوال پرمختګ لپاره د امریکا نړیوالې ادارې (یو اېس اې ای ډي) د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د رجسټرولو او کمپیوټري کولو لپاره د هغې صوبې له حکومت سره موافقه لاسلیک کړې ده. د جولای پر ۱۳مه په پېښور کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم د خیبر پښتونخوا د امدن او ګټو ادارې له چارواکو سره موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې یو اېس اې ای ډي په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د رېکارډ رسمي کولو په لړ کې مرسته کوي.

د يادونې ده چې د جولای په مياشت کې په کورمه کې د قبیلو ترمینځ د ځمکې په سر پیدا شوې نښته تر شپږو ورځو وغځیده او درنه مرګژوبله یې واړوله. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړه.

XS
SM
MD
LG