د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې د عوامي‌نېشنل ګوند يو ځايي مشر شير ولي خان باغي وژل شوی


 شير ولي باغي په يوه جلسه کې وينا کوي - انځور له ارشيفه
شير ولي باغي په يوه جلسه کې وينا کوي - انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا د بنو ضلعې پولیس وايي د عوامي نیشنل ګوند یو ځاي مشر شیر ولي خان باغي وژل شوی دی.

د بنو صدر تاڼې ایس ایچ او طارق محمود ترمخه د سيپتمبر پر پينځمه، سهار مهال چې کله شیر ولي خان له خپله کوره د بنو کچرو ته روان وو، له انجنیرنګ پوهنتون سره نيږدې پرې ناپېژندل شویو وسلوالو ډزې وکړې. د پولیس په وينا نوموړی ځای پر ځای وژل شوی او بریدګر تښتېدلي دي.

شیر ولي خان وکیل هم وو او د بنو په کچرو کې یې کار کاوه. پولیس وايي چې نوموړي شخصي دښمني درلوده خو معلومه نه ده چې د هغه وژنه ترهګري، سیاسي او که شخصي سببونه لري. دوی زیاتوي چې د پېښې پلټنې یې پيل کړې دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید ذمه واري نه ده منلې.

په دې وروستیو کې په بنو، جنوبي او شمالي وزیرستان، لکي مروت او جاني خیلو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. په دې پېښو کې سیاستوال، ديني عالمانو، د ځوانانو تنظیمونو غړي او د امنيتي ځواکونه په نښه شوي دي.

د مشال راډيو ټولې کړې شمېرې ښيي چې په روان کال کې د بنو سره نیږدې په شمالي وزيرستان کې ۳۶ هدفي بريدونه شوي دي. په دغو حملو پکې له ۴۰ زیات ځايي قومي مشران، سياستوال او فعالان وژل شوي دي.

د اګست پر ۱۴مه، د شمالي وزیرستان په رزمک کې په يو هدفي برید کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو فعال ګلدراز وژل شوی وو. تر دې مخکې د جولای په مياشت کې په ميرامشا کې د ملي جمهوري غورځنګ يو مشر عتيق الرحمن وژل شوی وو. د هغو بریدونو ذمه واري چا نه وه منلې.

په دې وروستيو کې د قبايلي ضلعو اوسېدونکو د ناامنۍ پېښو پرضد احتجاجي مظاهرې کړې دي. دوی له حکومته د ټولو وسله والو پر ضد د بې توپيره کاروايي غوښتنه کړې ده. په ځواب کې يې پوليسو او امنيتي چارواکو ويلي چې د امنيت د ټينګښت هڅې يې روانې دي.

XS
SM
MD
LG