د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځونيخېلو جرګې له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده


په ځونیخېلو کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د ناامنۍ ضد پراخې مظاهرې او جرګې شوې دي - د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ لومړۍ نېټې انځور.
په ځونیخېلو کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د ناامنۍ ضد پراخې مظاهرې او جرګې شوې دي - د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ لومړۍ نېټې انځور.

د خیبر پښتونخوا د بنو د ځونیخېلو (جانيخېلو) اوسېدونکو د یوې جرګې له لارې له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده.

د سېپټېمبر پر ۱۳مه د ځونیخېلو په اډه کې د جرګې ګډونوالو وویل چې په سیمه کې یې ناامني زیاته شوې ده او دعوه یې وکړه چې امنیتي ځواکونه اکثر وخت د تګ راتګ لارې تړي.

د جرګې ګډونوال لطیف وزیري وویل، دوی د خپلو غوښتو لپاره د پراخ احتجاج فیصله کړې ده. "موږ فیصله کړې چې د تاڼې او [پوځي] کلا مخې ته به لوی احتجاج کېږي چې پکې به د هر قام مشران، ځوانان، دیني عالمان او د هر فکر خلک ګډون کوي. په احتجاجي توګه به تعلیمي ادارې او کاروباري مرکزونه تړلي وي او ورسره به پهیه جام هړتال (بشپړ کاربندیز) وي."

وزیري وايي، د سیمې اوسېدونکو په بیا بیا د احتجاجونو له لارې انتظامیې ته ویلي دي چې د ناامنۍ مخه دې ونیسي او "ژر تر ژره دې حالات سم کړي."

د ځونيخېلو یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط یې مشال راډیو ته وویل چې انتظامي او امنیتي چارواکو د سېپټېمبر پر ۱۱مه له ځايي خلکو سره غونډه کړې وه او ورته یې د امنیت ټینګښت او د وسلوالو پرضد د کاروایۍ ډاډ ورکړی وو.

چارواکو تر دې مخکې هم ټینګار کړی دی چې د ناامنۍ پرضد اقدامات کوي او د دې لپاره یې په هغه سیمه کې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په جانیخېلو کې جرګه پر داسې مهال شوې ده چې د اګست پر ۲۴مه ځايي مشرانو او اوسېدونکو دعوه وکړه چې یو امنیتي سرتېري د عبدالرزاق په نوم یو ۱۵ کلن هلک ویشتلی دی.

د دې په غبرګون د سیمې خلکو احتجاج وکړ خو په ننواتې د حکومتي چارواکو تر ورتګ وروسته یې ختم کړ.

چارواکو هغه مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې هغه هلک په ناپامۍ له سرتېري لګېدلی او وژل شوی وو.

په ځونیخېلو کې له څه د پاسه دوو کلونو راهیسې امنیتي وضع خرابه ده چې پرضد په سیمه کې پراخې مظاهرې او پرلتونه شوي دي او په عین وخت کې پکې د پاکستان پوځ او پولیس د وسلوالو ډلو پرضد هدفي عملیات هم کوي.

د روان کال د اپرېل پر شپږمه د ځایي قبایلي مشر ملک موېز خان پر کور تر ډزو او راکټي برید وروسته هم په ځونیخېلو کې د پېښې او ناامنۍ پر ضد مظاهره شوې وه.

ملک موېز خان د هغو ځايي مشرانو له ډلې دی چې په تېرو وختونو کې یې د سیمې امنیت لپاره په پراخو احتجاجي پرلتونو او لاریونونو کې فعاله ونډه لرلې ده.

په جانیخېلو کې خلکو په لومړي ځل د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې د څلورو هلکانو مړو تر موندل کېدو وروسته پرلت وهلی وو چې تر نهو ورځو روان وو او له صوبايي حکومت سره تر موافقې وروسته پای ته ورسېد.

تر هغې وروسته د جانیخېلو اوسېدونکو د ۲۰۲۱ز کال د مې په پای کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې په غبرګون کې تر شاوخوا یوې میاشتې احتجاجي ناسته کړې وه چې له حکومت سره یې د بلې موافقې په لاسلیکولو پای ته رسولې وه.

د بنو انتظامي چارواکو په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د سیمې امنیت ته ژمن دي او په جانیخېلو کې پرمختیايي پروژې هم پلي کوي.

XS
SM
MD
LG