د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرامشا: په وسله وال برید کې یو مېجر او یو عسکر وژل شوي


د پوځ عامه اړیکو څانګه وایي د وسلوالو سره یې نښته د میرامشا په انغر سیمه کې شوې ـ پخوانی انځور.
د پوځ عامه اړیکو څانګه وایي د وسلوالو سره یې نښته د میرامشا په انغر سیمه کې شوې ـ پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ وايي، د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې له وسلوالو سره په نښته کې یې یو مېجر او یو عسکر وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د سېپټمبر پر لومړي ماښام په یو بیان کې ویلي چې نښته په هم هغه ورځ د میرامشا په انغر سیمه کې شوې ده.

بیان زیاتوي چې وژل شوي مېجر عامر عزیز د عملیاتو مشري کوله. د دوی په وینا، په نښته کې یو وسلوال وژل شوی او بل ټپي شوی هم دی.

وسلوالو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ای ایس پي ار په یو بل بیان کې ویلي چې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه په بنو کې ویلي چې دوی د ترهګرۍ له مینځه وړلو ته ژمن دي.

دا په داسې ده حال کې ده چې تر دې یوه ورځ وړاندې د بنو په جانیخېلو کې د پاکستان پر پوځ برید کې نهه سرتېري ووژل شول او پینځه ژوبل شول.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) په يو بیان کې ويلي چې هغه برید د اګست پر ۳۱مه ماخستن مهال پر موټر سايکل سپاره يوه مشکوکه ځانمرګي کړی وو.

د هغه برید زمه واري هم چا نه ده منلې.

په خیبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه شمالي او جنوبي وزیرستان کې په دې وروستیو کې د ناامنۍ پېښې د پخوا پرتله ډېرې زیاتې شوې دي.

تر دې وړاندې د پاکستان پر پوځ یو بل خونړی برید د اګست پر ۲۲مه په جنوبي وزیرستان کې شوی وو چې د چارواکو په وینا ۱۱ عسکر پکې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي وو.

د اګست پر ۱۱مه په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو د ځمکلاندې بمونو شنډولو پر یوې ډلې په موټر بمي ځانمرګي برید کې دوه ولسي وګړي وژل شوي وو. د دې بريد ذمه واري چا نه وه منلې.

د اګست پر پینځمه د شمالي وزیرستان یو لوړپوړی انتظامي مشر (ایډېشنل ډېپټي کمېشنر) قیصر کونډی په وسلوال برید کې ژوبل شو چې د حملې ذمه واري هم هيڅ يوې ډلې ونه منله.

تر دې مخکې، د اګست پر درېیمه شپې مهال په شمالي وزیرستان کې په درو جلا، جلا حملو کې دوه تنه ووژل شول او وسلوالو اته ګاډي وسوځول.

چارواکو د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د میرلي په اېپي او عیدکو کې په دوو حملو کې د ارمان خان او ضیا الله په نوم دوه ځايي اوسېدونکي ووژل.

د خیبر پښتونخوا د نورو ضلعو په څېر په شمالي وزیرستان کې هم په ورستیو کې ناامني لا زیاته شوې ده. هلته د ناامنۍ او هدفي بریدونو پرضد وخت په وخت احتجاجونه، پرلتونه او جرګې شوي دي او له حکومته یې په سیمه کې د امن د ټینګښت غوښتنې تکرار کړي دي.

دا راز په رزمک کې له څه د پاسه یوې اوونۍ راهیسې د ټولو اتمانزیو لویه جرګه روانه ده. دوی د نورو غوښتنو ترڅنګ په سیمه کې د امن باوري کولو مطالبه کوي.

بل لوري ته حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

XS
SM
MD
LG