د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې وسلوالو د مواصلاتو او کار ادارې یو کارکوونکی وژلی دی


شمالي وزيرستان کې له اوږدې مودې راهيسې هدفي بريدونه روان دي چې ولس يې د مخنيوي لپآره جرګې او احتجاجونه کړي دي ـ پخوانی انځور
شمالي وزيرستان کې له اوږدې مودې راهيسې هدفي بريدونه روان دي چې ولس يې د مخنيوي لپآره جرګې او احتجاجونه کړي دي ـ پخوانی انځور

د شمالي وزيرستان په میرلي کې ناپېژندل شويو وسلوالو د مواصلاتو او کار (سي اېنډ ډبليو) حکومتي ادارې يو اېنجينيېر جمشېد داوړ په يوه هدفي برید کې وژلی دی.

د شمالي وزيرستان پوليسو مشر سلیم ریاض پرون (د اګست پر ۲۸مه) مشال راډيو ته ويلي چې پېښه د اګست پر ۲۸مه په ميرلي بازار کې رامينځ شوې او وسلوال تر بريد کولو وروسته تښتېدلي دي.

د نوموړي په وينا، پوليسو د نامعلومه کسانو پرضد مقدمه درج او پلټنې يې پيل کړې دي. هغه زياته کړې چې اېنجينيېر داوړ د ميرلي ايدک (عيدک) سيمې اوسېدونکی وو.

تر دې دمه د بريد ذمه واري چا نه ده منلې.

په شمالي وزيرستان کې له تېرې اوږدې مودې راهيسې هدفي بريدونه روان دي.

د اګست پر ۲۶مه د شمالي وزيرستان په رزمک سیمه کې د اتمانزیو جرګې يو مشر ډاکټر ګل عالم وزير له ګاډي سره نېږدې چاودنه شوې وه خو هغه پکې خوندي پاتې شوی وو.

تر هغه وړاندې، ناپېژندل شويو وسلوالو د اګست پر ۱۱مه د میرلي د ایدکو (عیدکو) او خدي ترمینځ پر لاره د پاکستان د ټېلېفوني خدماتو ادارې (پي ټي سي اېل) یو کارکوونکی زربت خان وژلی وو.

دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزیرستان کې يوې ناپېژندل شوې وسلوالې ډلې دعوه کړې ده چې د پارلېمان پخواني غړي محسن داوړ، د اتمانزۍ جرګې مشر ډاکټر ګل عالم وزیر او ځينو نورو مشرانو ژوند ته خطر دی.

د اګست پر ۲۵مه شپې مهال د شمالي وزيرستان په میرلي کې داسې پاڼې وېشل شوي چې پکې دعوه شوې چې "د پاکستان پوځ تر يوې منصوبې لاندې د شمالي وزيرستان د ځينو مشرانو د وژلو اراده لري، چې دا ډول وسلوال بدنام کړي." په پاڼو کې د "مجاهدینو" نوم ليکل شوی، خو دا نه ده معلومه ده چې دا پاڼې چا ليکلې، وېشلي او پکې شوې دعوې څومره رېښتونې دي؟

تر دې دمه پوځ په دې اړه څه غبرګون نه دی ښوولی خو مخکې يې ويلي ول چې هغوی هلته د امن لپاره فعاليت کوي. مشال راډيو په خپلواکه توګه د هغو دعوو تصديق نه شي کولای.

د اتمانزو جرګې له تېرې څه دپاسه يوې میاشتې راهیسې په سیمه کې په احتجاجي مظاهرو لاس پوری کړی دی. دوی د د لاريون په ترڅ کې پر حکومت غږ کړی چې امنيت بحال، د وسله والو پر ضد بې توپيره کاروايي او د هدفي وژنو مخنیوی وکړي.

د شمالي وزيرستان انتظامیې له جرګې سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې ده او د مرستیال کمېشنر ریحان ګل خټک مشال راډیو ته ویلي چې د هغوی غوښتنې یې اورېدلي او د پوره کولو هڅه کوي.

د اتمانزۍ جرګې د مشرانو وینا ده چې په شمالي وزيرستان کې د هدفي بریدونو لړۍ روانه ده او هلته د ۲۰۱۴ز کال تر ضرب عضب عملیاتو وروسته شاوخوا ۶۰۰ کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

د مشال راډيو شمېرې ښيي چې وسلوالو په روان ۲۰۲۳ز کال کې په شمالي وزيرستان کې ۳۴ هدفي بريدونه او پر پوليسو او امنيتي ځواکونو لسګونه حملې کړې دي.

په ۲۰۲۲ز کال کې هلته ۴۶ هدفي بريدونه او نهه ځانمرګي بریدونه شوي ول.

ځايي ولس د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي. په زياترو دا ډول غونډو کې پر حکومت غږ شوی چې د وسلوالو پر ضد دې کوټلي ګامونه واخلي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات خان ګنډه پور د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د صوبې پولیسو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په تېرو میاشتو کې د بېلابېلو وسلوالو ډلو یوشمېر غړي نیولي او پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG