د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میرامشاه کې یو پولیس سرتیری وژل شوی دی


په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو کې پر پولیسو بریدونه زیات شوي دي ـ پخوانی انځور.
په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو کې پر پولیسو بریدونه زیات شوي دي ـ پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان په میرامشاه کې په هدفي برید کې پولیس سرتیری وژل شوی دی.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر روخانزیب خان د سیپتمبر پر ۱۷مه، مشال راډیو ته وویل چې پولیس کانسټېبل فرمان خان د ډیوټۍ پر مهال ووژل شو او د میرامشاه په پولیس لاین کې یې جنازه وشوه. نوموړي زیاته کړې چې د برید پلټنې یې پیل کړې دي.

د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د سيپتمبر پر ۱۳مه او ۱۵مه د شمالي وزیرستان په خیسور او پلنګزۍ سیمو کې هم په دوو جلا جلا هدفي بریدونو کې وسلوالو دوه ځايي کسان وژلي ول. تر دې ۹ ورځې وړاندې په خیسور کې دوه وروڼه په هدف برید کې وژل شوي وو.

د سيپتمبر پر دویمه نېټه په میرلي بازار کې وسله والو په يو هدفي بريد کې يو کس وواژه او بل یې زخمي کړ. تر دې یوه ورځ مخکې د میرامشا په انغر سیمه کې له وسلوالو سره په نښته کې یې یو مېجر او یو عسکر ووژل شول.

همدا رنګه د اګست پر ۲۴مه ځايي مشرانو او اوسېدونکو دعوه کړې وه چې یو امنیتي سرتېري د عبدالرزاق په نوم یو ۱۵ کلن هلک ویشتلی دی. د سیمې اوسېدونکو د اګست ۲۴مې تر پېښې وروسته په احتجاج لاس پورې کړ چې د اګست پر ۲۵مه یې په ننواتې د حکومتي چارواکو تر ورتګ وروسته ختم کړ.

د مشال راډيو د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۳ز کال کې په شمالي وزيرستان کې ۳۹ هدفي بريدونه شوي دي. په دغو حملو پکې له ۴۰ زیات ځايي قامي مشران، سياستوال او فعالان وژل شوي دي. په ۲۰۲۲ز کال کې هلته ۴۶ هدفي بريدونه او نهه ځانمرګي بریدونه شوي ول چې پکې تر ۶۰ زیات کسان وژل شوي ول.

په شمالي وزيرستان کې له تېرې اوږدې مودې راهيسې هدفي بريدونه روان دي. ځايي ولس د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي. حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

XS
SM
MD
LG