د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرامشا بازار د ړنګو شويو دوکانونو مالکانو يو ځل بیا له حکومته معاوضه غوښتې ده


په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د ضرب عضب پوځي عملياتو پر مهال ګڼ دوکانونه او کورونه ړنګ شوي ول.
په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د ضرب عضب پوځي عملياتو پر مهال ګڼ دوکانونه او کورونه ړنګ شوي ول.

د شمالي وزیرستان د میرامشاه بازار دوکاندارانو او د مارکېټونو مالکانو يو ځل بیا له حکومته د پوځي عملیاتو پرمهال د شويو تاوانونو معاوضه غوښتې ده.

د ميرامشا ړنګ شوي بازار دوکاندارانو د سېپټېمبر پر ۲۵مه، په میرامشا پریس کلب کې یوې خبري غونډې ته وويل چې په ۲۰۱۴ز کال کې د ضرب عضب عملیاتو پرمهال میرامشاه بازار په بشپړه توګه ړنګ شوی وو او حکومت ورسره تاوانونه منلي او لیکلي ول، خو د هغوی په وينا تر اوسه ټولو دوکاندارانو ته معاوضې نه دي ورکړل شوي.

پر دې مهال د ميرامشا د دوکاندارانو د کمېټۍ یو مشر ثناالله مشال راډیو ته وویل چې د معاوضو د نه ترلاسه کېدو له امله د خلکو روزګارونه نه شته. "موږ له حکومته غوښتنه کوو چې زموږ کومې یو نیم ارب روپۍ منظورې شوې دي، هغه باید د مرستیال کمېشنر اکاونټ ته ولېږدول شي چې انتظامیه یې پر دوکاندارانو تقسیم کړي. که چيرې موږ ته دغه پېسې رانکړل شوې نو موږ به پر احتجاج کولو مجبوره شو."

بلخوا د شمالي وزیرستان انتظامي مشر ریحان ګل خټک مشال راډیو ته وویل چې تر اوسه یې شاوخوا ۲،۹۵۰ دوکاندارانو ته معاوضې ورکړي دي، خو د هغه په وينا حکومت د پاتو دوکاندارانو پېسې لا هم انتظامیې ته نه دي ورکړي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال د جون پر ۱۵مه په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات پیل کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول او د سیمې د خلکو په وینا ، پکې بازارونو او ودانیو ته پراخ زیانونه اوښتي ول.

حکومت تر عملیاتو وروسته ژمنه کړې وه چې د بیارغونې او پرمختیايي چارو تر څنګ به اغېزمنو خلکو ته د دوکانونو او کورونو معاوضې ورکوي. په ۲۰۱۶ز کال کې چې د سیمې د خلکو خپلو کلیو ته د ستنېدو بهیر پیل شو نو د شاوخوا دوو کلونو په موده کې انتظامیې او پوځ د میرامشا او میرلي د بازارونو څه برخې بیا ورغولې.

د ۲۰۲۳ز کال د جون پر ۱۶مه، هغه مهال د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي او د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ مشال راډیو ته وویل چې یو نیم ارب روپۍ به ژر صوبايي حکومت ته ولېږدول شي. هغه زیاته کړې وه چې دا پیسې به بیا پر دوکاندارانو ووېشل شي، خو د دوکاندارانو په وينا، هغوی لا هم د دغو معاوضو بې برخې دي.

XS
SM
MD
LG