د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میرامشاه کې خبریال نوربهرام وهل شوی


نور بهرام وايي، د اېس اېچ او محمد ابراهیم د درغلیو خلاف یې راپورونه خپاره کړي ول نو ځکه پرې تشدد شوی: انځور د سېپټېمبر ۸، کال ۲۰۲۳
نور بهرام وايي، د اېس اېچ او محمد ابراهیم د درغلیو خلاف یې راپورونه خپاره کړي ول نو ځکه پرې تشدد شوی: انځور د سېپټېمبر ۸، کال ۲۰۲۳

د میرامشا پریس کلب غړي وايي، د یو پولیس افسر د کورنۍ غړو د هغوی یو ملګری خبریال نور بهرام وهلی او په پرېس کلب کې دننه یې څیزونه مات کړي دي.

دا پېښه د سېپټېمبر په اتمه نېټه مخې ته راغلې ده.

د میرامشا پرېس کلب مشر صفدر داوړ مشال راډیو ته وویل، د پولیسو د یو ځايي مشر اېس اېچ او محمد ابراهیم پلار او د هغه د کورنۍ غړي په زوره ودانۍ ته داخل شول، هلته یې خبریال نور بهرام وواهه او څیزونه یې مات رامات کړل.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې د داسې پېښو مخه دې ونیسي، د عاملینوخلاف دې قانوني کارروايي وشي او د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب ضمانت دې ورکړي.

د میرامشا پرېس کلب
د میرامشا پرېس کلب

خبریال نور بهرام مشال راډیو ته وویل، پر هغه ځکه تشدد شوی چې د اېس اېچ او محمد ابراهیم د اداري فساد په اړه یې په ټولنیزو رسنیو معلومات خپاره کړي ول. د نوموړي په وینا، دا چې د یاد پولیس افسر د درغلیو خلاف ورسره ثبوتونه موجود دي نو ځکه یې معلومات خپاره کړي او ادعا کوي چې بیا به هم غلی نه پاتې کېږي.

بل پلو، د پولیسو مشر محمد ابراهیم مشال راډیو ته وویل، د خبریال نور بهرام لخوا د هغه او د هغه د کورنۍ د شخصي ژوند په اړه په ټولنیزو رسنیو ناسم معلومات خپاره شوي. نوموړي وویل، د دې باوجود، په دې پېښه بخښنه غواړي، پرېس کلب ته به په ننواتي ورځي او له ټولو خبریالانو نه به بخښنه غواړي.

بل پلو، د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر ډي پي او خانزیب له پېښې وروسته سره د نورو پولیسو د میرامشاه پریس کلب ته ورغلی او له خبریالانو یې بخښنه غوښتې ده. نوموړي هلته خبریالانو ته باور ورکړی چې پوښتنه به یې کېږي او له هغو کسانو چې پرېس کلب ته د خبریال نور بهرام په وهلو پسې ورغلي وو، څلور یې ګرفتاره کړي دي.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، ترڅو د پریس کلب ټول خبریالان مطمین شوي نه وي تر هغې به کارروايي کوي. هغه زیاته کړه چې د خبریالانو او د پرېس کلب د تحفظ باور ورکوي او د هغوی ساتنه خپل مسوولیت ګڼي.

XS
SM
MD
LG