د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د پوځ مارټر ګولۍ وژلې ښځه او ۴ ماشومان خاورو ته وسپارل شول


پاکستاني پوځيان په شمالي وزیرستان کې - انځور له ارشيفه
پاکستاني پوځيان په شمالي وزیرستان کې - انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې پر یو کور د مارټر ګولۍ پرېوتو په پېښه کې ۵ کسان وژل شوي او ۲ ژوبل دي.

د میرامشاه پولیسو او استخباراتي چارواکو د سيپتمبر پر شپږمه مشال راډيو ته وويل چې شپه مهال له امنیتي پوستې ویشتل شوې مارټر ګولۍ، د ګړیوم شودات خیل کلي کې د صادق وزیر پر کور لګیدلې ده. په پېښه کې وژل شوې مېرمن د صادق وزير ښځه ده. وژل شوي ماشومان د هغه اولادونه دي.

د پېښې وروسته ځایي خلکو د پوځي کلا مخې ته احتجاجي پرلت پيل کړ. دوی د ګولۍ ویشتونکو پوځيانو پر ضد کاروايي غوښتله. د صادق وزیر د تره زوی لایق الرحمان وزیر د سيپتمبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې دوی د انصاف په تمه دي. هغه پوښتنه وکړه چې د پاکستاني پوځ له مورچې ولې د ملکي وګړيو پر کور ګولۍ ویشتل شوې ده؟

د میرامشا انتظامیې او امنيتي ځواکونو د ځايي خلکو د پرلت ختمولو لپاره مذاکرات کړي دي. يو تن چې د خبرو اترو په جرګه کې شامل وو او نه غواړي نوم یې واخیستل شي، مشال راډيو ته وويل چې د پوځ تر بخښنې غوښتلو ورسته احتجاج ختم شو او خلکو مړي خاورو ته وسپارل.

دغه سرچينې زیاته کړه چې پوځ خلکو ته ډاډ ورکړی چې په څو ورځو کې به د ننواتي په توګه ورځي او د پښتنو د دود مطابق به بخښنه غواړي. پوځ همداراز د پلټنو او وژل شويو ولسي وګړو ته د معاوضې ورکولو وعده هم کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې د ولسي وګړيو پر کورونو پوځي مارټر ګولۍ ويشتل کېږي. د شکتوی سيمې اوسېدونکو د اګست پر ۲۵مه مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې د پاکستان پوځ يې پر کليو د مارټر او د نورو وړو وسلو ګولۍ "اورول پيل" کړي دي.

يوه قبايلي مشر ملک سعيد انور مشال راډیو ته وویل د اګست پر ۲۴ مه په يوشمېر کليو کې "د مارټر ګولۍ او نورې وړو وسلو مرمۍ" لګېدلې وې. هغه زیاته کړې وه چې په کراچخېل ،مسود اباد، اني خېل، شارکۍ، ولادين بهادر او په نورو سيمو کې مرمۍ لګېدلې دي.

د سیمې یو بل مشر ملک سعيد انور ویلي ول چې چې پوځ دريځ لري چې دوی د "مشکوکو وسلوالو د ډزو" په ځواب کې ځوابي حملې کوي، خو دی غوښتنه کوي چې پوځ دې د بريدګرو پرځای د خلکو کورونه نه په نښه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د چارواکو د جنوبي وزیرستان په تیارزه سيمه کې د اګست پر ۲۵مه نېټه د درې مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه وکړه. دا تر هغې وروسته وه چې د اګست پر ۲۲مه د تیارزه په شولام خیسور سیمه کې د پوځ د ۳۰ بلوڅ رجمنټ پر دوو ګاډو وسلوال برید شوی وو.

امنیتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي وو چې په پېښه کې ۱۱ سرتېري وژل شوي ول خو د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د وژل شویو شمېر شپږ یاد کړی وو البته تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) دعوه کړې وه چې په برید کې یې" ۱۸" پوځيان وژلي دي.

د وزیرستانونو په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې خلکو د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي چې پکې پر حکومت غږ شوی چې د وسلوالو پر ضد دې کوټلي ګامونه واخلي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د پاکستان لنډمهالي وزيراعظم انوار الحق کاکړ ویلي دي چې د سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد نه ستړي کېدونکې مبارزه کوي او هېڅکله به په دې لار کې ماته و نه مني.

XS
SM
MD
LG