د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال اختر: د شمالي وزیرستان مشران او عالمان دې د امنیت لپاره رغنده کردار ادا کړي


جنرال محمد نعیم اختر د اګست پر ۲۳مه په میرامشا کې د خبریالانو غونډې ته وینا کوي.
جنرال محمد نعیم اختر د اګست پر ۲۳مه په میرامشا کې د خبریالانو غونډې ته وینا کوي.

په شمالي وزیرستان کې د پوځ قومندان مېجر جنرال محمد نعیم اختر ویلي دي چې د اتمانزیو جرګې مشران او دیني عالمان کولای شي چې د هغې ضلعې په امنیت کې رغنده کردار ادا کړي خو باید "بد ته بد ووايي او د امن د خرابوونکو او وسلوالو سماجي بایکاټ (ټولنیز پرېکون) وکړي."

نوموړي د اګست پر ۲۳مه د میرامشا په پرېس کلب کې له یوشمېر خبریالانو سره په غونډه کې دا روښانه نه کړه چې د اتمانزیو جرګې کوم مشران یا دیني عالمان له وسلوالو سره ټولنیز تعلق یا راشه درشه لري.

جنرال اختر دعوه وکړه چې د اتمانزیو مشران په جرګه کې په ګډون نه کولو باندې "ملکان جرمانه" کوي خو د "امن خرابوونکو، وسلوالو او د هغوی مرستیالانو پرضد بیا هېڅ ګام نه اخلي" بلکې وايي چې "په غرونو کې ناست خلک یې وروڼه او زامن دي او ترهګرۍ ضد" مبارزه "یوازې د پوځ او وسلوالو ترمینځ جګړه بولي."

په شمالي وزیرستان کې پوځ عمومي مشر (جنرل افیسر کمانډنګ) دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې څو ورځې مخکې په رزمک کې د شمالي وزیرستان د اتمانزیو، وزیرو او داوړو جرګې پرېکړه اعلان کړه.

د سیمې مشرانو پر قانوني کاغذ د جرګې پرېکړه لیکلې او تایید کړې دي چې پکې راغلي چې د سیمې د امنیت ذمه واري د دولت (ریاست) ده.

هغه جرګه چې د جولای له میاشتې راهیسې روانه ده په فیصله کې یې راغلي دي چې "په غرونو کې ناست وسلوال یې زامن او وروڼه دي او له هغوی هم د امن غوښتنه" کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا د نورو ضلعو په څېر په شمالي وزیرستان کې هم په ورستیو کې ناامني لا زیاته شوې ده چې پرضد یې هلته په بیا بیا احتجاجونه هم شوي دي.

جرګې ویلي دي چې تر هغو چې حکومت په سیمه کې امنیت نه وي باوري کړی، هلته به ماشومانو ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکو پر ورکولو او له چارواکو سره د ولسونو د مشرانو پر غونډو او جرګو بندیز وي.

البته د اتمانزیو جرګې په هغه ناسته کې په ګډون نه کولو د سیمې مشران نه ول جرمانه کړي بلکې دا اعلان یې کړی وو چې تر هغو چې فیصلې ته نه وي رسېدلي، هېڅوک به په حکومتي غونډو کې نه شریکېږي.

د اتمانزیو جرګې د اګست پر ۱۳مه د کابلخېلو پر درو قبیلو د اتمانزیو خاورې ته پر ورتګ بندیز ولګاوه او د اعلان سرغړونې په تور یې ۲۰، ۲۰ لکه روپۍ جریمه کړې او و یې ویل چې دا کار ځکه کوي چې د هغو قبیلو مشرانو د اګست پر ۱۲مه په میرامشا کې له پوځي چارواکو سره د پاکستان د جوړېدو جشن په مناسبت غونډه کړې وه.

خو د کابلخېلو او نورو قبیلو مشرانو چې په وروستیو ورځو کې یې په حکومتي جرګو او غونډو کې ګډون کړی وو د جرګې د پرېکړې له منلو انکار کړی وو.

داراز، جرګې د اګست پر اتمه یوشمېر هغه مشران ۲۰،۲۰ لکه روپۍ جرمانه کړي ول چې یوه ورځ مخکې یې د پېښور په بالاحصار کې د پوځ له مشر جنرال سید عاصم منیر سره کتلي ول.

د جرګې یو مشر ملک ربنواز وزیر د اګست پر ۲۳مه په رزمک کې جرګې ته په وینا کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په "هر صورت" له حکومته په سیمه کې امن غواړي او دا کار د حکومت ذمه واري ده.

په همدې حال کې د اګست له ۲۲مې راهیسې د اتمانزیو د جرګې او انتظامیې ترمینځ خبرې هم پیل شوې دي.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر ریحان ګل خټک د اګست ۲۳مې پر ماخوستن مشال راډيو ته وویل چې حکومتي ټیم تر اوسه د اتمانزیو جرګې له مشرانو سره د خبرو دوه پړاوه ترسره کړي دي.

دی وايي، چارواکو جرګې ته د امنیت په اړه وړاندیزونه کړي دي خو جرګې ورته ویلي دي چې حکومت دې خپله د امن باوري کولو لپاره پلان جوړ کړي.

خټک زیاتوي چې حکومتي ډلې جرګې ته وویل چې حکومت او پوځ "شپه او ورځ" په سیمه کې د امنیت هڅې کوي، د وسلوالو ضد ځانګړي عملیات روان دي او ولس او حکومت دواړه باید د امن لپاره خپل کردار ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG