د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان بې کوره شویو کډوالو په بنو کې مظاهره وکړه


په بنو کې د مظاهرې پر مهال کډوالو وویل، حکومت یې نه د واپسۍ غم خوري او نه هم میاشتنۍ مرستې ورسره کوي: انځور سېپټېمبر ۲۲، کال ۲۰۲۳
په بنو کې د مظاهرې پر مهال کډوالو وویل، حکومت یې نه د واپسۍ غم خوري او نه هم میاشتنۍ مرستې ورسره کوي: انځور سېپټېمبر ۲۲، کال ۲۰۲۳

له وزیرستانه د جنګونو او عملیاتو له وجې کډه شویو خلکو، د سېپټېمبر په ۲۲مه، په بنو کې د مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه کړې ده چې د هغوی د واپسۍ غم دې وخوړل شي.

دا کډوال د شمالي وزیرستان دته خېلو او شوال تحصیلونو سره تعلق لري او د هغوی په وینا له نهو زیات کلونه یې په کډوالۍ کې تېر کړې دي. دا خلک وايي، د ضرب عضب د عملیاتو پر مهال د شمالي وزیرستان له نورو سیمو هم وزیرستانیان کډه شوي ول خو حکومت هغوی واپس کړل، یوازې د شوال او دته خېلو خلک لا هم پاتې دي.

مظاهره کوونکیو وویل، اوږه کډوالي نوره نه شي زغملی او حکومت دې د هغوی د واپسۍ غم وخوري. دوی دا هم ویل چې حکومت ورسره د کډوالۍ پر مهال مرستې هم بندې کړې دي. د شمالي وزیرستان د کډوالو د کمېټۍ مشر رحمت غلام د سېپټېمبر په ۲۲مه مشال راډیو ته په دې اړه وویل: "ډېر کلونه وشول چې کډوال وایو، اول په افغانستان کې وو او له هغه ځایه چې راغلو د بنو په بکاخېلو کې یې ایسار کړلو او نه مو پرېږدي چې خپلو مېنو ته لاړ شو. په موږ باندې حکومت مرستې هم بندې کړې دي. حکومت دې په موږ رحم وکړي او موږ دې بیرته وزیرستان ته واپس کړي."

د شمالي وزیرستان د شوال تحصیل ملک ولي الله هم له خپلې کورنۍ سره یو ځای له تېرو نهو کلونو راهیسې کډوال دی. هغه وايي، د هغوی سیمه خالي پرته ده خو حکومت هغوی بیا هم نه واپس کوي. دی هم د نورو وزیرستانیو کډوالو په شان له حکومته ګیله من دی چې مرستې یې ورباندې بندې کړې دي او د کډوالو د واپسۍ غم هم نه خوري.

د شوال او دته خېلو کډوالو تر دې وړاندې هم د مظاهرو په ترڅ کې له حکومته غوښتنه کړې وه چې تر څو د هغوی د واپسۍ غم نه وي خوړل شوی، د هغوی میاشتنۍ مرستې دې بحالې کړل شي.

خو بل پلو د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر ریحان ګل خټک د سېپټېمبر په ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، هغوی د کډوالو له حاله خبر دي، د هغوی د واپسۍ غم ورسره دی خو په شوال او دته خېلو کې ځینې سیمې لا هم له وسله والو پاکې شوې نه دي نو ځکه د کډوالو واپسي ځنډېدلې ده خو نوموړی وايي، کار روان دی او چې څنګه یادې سیمې تصفیه شي، د کډوالو واپسي به شروع شي.

په داسې حال کې چې دته خېلو او شوال ته د کډوالو واپسي دم ګړۍ ته شونې نه ده نو بیا ولې حکومت له دغو کورنیو سره مرستې بندې کړې دي؟ مشال راډیو دا پوښتنه د خیبر پښتونخوا د افتونو سره د مبارزې د ادارې (پي ډي اېم اې) ویاند احسان داوړ نه وکړه. نوموړي وویل، له کډوالو سره مرستې د ملک د خراب اقتصادي حالت له وجې ځنډېدلې دي. هغه وايي حکومت به ډېر زر دغو کډوالو ته د مبایل سیم له لارې مرستې ولېږي. نوموړي دا هم وویل چې کله حکومت د کډوالو د واپسۍ لپاره زړه ښه کړ او یادې سیمې له وسله والو پاکې اعلان شوې، هغوی به سم له واره د کډوالو واپسي شروع کړي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول او بازارونو او ودانیو ته پراخ زیانونه اوښتي ول.

د عملیاتو پر مهال د میرامشا، میرلي او دته خېلو درې لوی بازارونه ړنګ شوي ول. په ۲۰۱۶ز کال کې چې د سیمې د خلکو خپلو کلیو ته د ستنېدو بهیر پیل شو نو د شاوخوا دوو کلونو په موده کې انتظامیې او پوځ د میرامشا او میرلي د بازارونو څه برخې بیا ورغولې. د دې تر څنګ ځايي وګړو هم په خپل لګښت نوي مارکېټونه جوړ کړل خو د دته خېلو بازار لا هم نه دی رغېدلی.

په دوی کې زیاتره د خیبر پښتونخوا نورو سیمو او د افغانستان خوست ولایت ته کډه شوي ول چې زیاتره یې ستانه شوي دي او ځینې لا هم کډوال دي.

XS
SM
MD
LG